کور / شعر / جاويد زما لۀ مينې ټکنی دی ټکنی

جاويد زما لۀ مينې ټکنی دی ټکنی

د زړۀ لۀ درده ورک شمه زړګی دی ټکنی
اشنا لۀ چاودو شونډو مې زګېروی دی ټکنی

باطن ښکلا يې ګورمه ظاهر ښکلا تغير کړي
خلق وايي چې لۀ ښکلو دا سړی دی ټکنی

د زړۀ بڼ به مې څنګه نۀ ژېړيږي راته وايه
خزان موده اوږده شوه او سپرلی دی ټکنی

قيام کې مې يې تۀ روکوع کې تۀ سجده کې تۀ يې
د نورو لۀ سجدو نه مې تندی دی ټکنی

چې ستا لۀ ذکره،فکره مې نورهېڅ عبادت نشته
نو ځکه مې لۀ څنګ بوډا، کمکی دی ټکنی

چې مينه د نړۍ ښکلا ، رڼا ده نو بيا ولې؟
جاويد زما لۀ مينې ټکنی دی ټکنی