کور / شعر / شک

شک

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چې یم پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

هر وخت جومات ته ځم لمونځونه کوم

هــــــــم خو ټول فــــــرض او سنتونه کوم

وخـــــــت د جـــــــهاد کې جهادونه کوم

بیا هــــــــــم بدبخته یمه ځان ته حیران

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چــې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

وطـــــــــــن می ټول په جوماتونو ډک دی

په مــــــــــدرسو او زيارتــــــــــونو ډک دی

په مـــــــلايانو مــــــجاهــــــــــدینو ډک دی

نو کــــــــــوم اسلام راوړي زما طالب جان

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چــې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

ښوونځى کــــــــتاب موږ په بمونو ولو

خپل مـــــــاشومان په تیزابونــــــــــو ولو

لاری او پـــــــلونه په راکـــــــــــــټونو ولو

ځانمرګی بریــــــــد کړو د جنت په ارمان

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چـې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

واکداران اوس هم په قصرو کې اوسي

د شیشو لــــــوړو محلو کــــــــــــې اوسي

د نـــــــړئ لویو لویو ښــــــارو کې اوسي

ولی مـــــــو دي دومره بې غـــــوره مشران

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چـې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان

حــــــــــیران په دی یم چې د چـــــــا ومنم

اوس د طالـــــــــب که د مـــــــــــــلا ومنم

د خـــــــپل زړګې کـــــــــــــــه د دنیا ومنم

لار رانــــــــه ورکه زه هلمند سرګـــردان

زما خو کله کله شـــــــک شي په ځــــــان
چې زه پـــــــه ســــــــمه که ناســــمه روان