پښتو ويبپاڼي په څلوريزو کي

36 | نوومبر 1st, 2010


بینوا ویبپاڼه

افغانان دې تل مدام چی پرې مغرور
ده ویبپاڼه بینوا زمونږ غرور
پښتو ژبي ته یې ورکړ دار مدار
تل ګرځي پر لوړو څوکو په مدار

ټول افغان ویبپاڼه

یو ځل بیا خو پښتو ژبه شوه افتاب
ټول افغان په مرسته بیا لکه ګلاب
دغه پاڼه د کوم وخت چې راوتلې
مطبوعاتو کې خدمت ته دریدلې

لر او بر ویبپاڼه

په پښتو يې ښکلي وړانګي خپرې کړي
چی ویبپاڼي لر او بر کي ما لیدلي
لر او بر ده د زرینو پاڼو جوړه
عبدالله احسان یی غم کي تل ناجوړه

روهي ویبپاڼه

خدمتونه یی ستایمه څو څو ځل
چي پښتو یې ښایسته کړه یو په سل
چلونکی یې یو هم روهي اجمل دی
د پښتو لپاره کړی یې مزل دی

نوري ویبپاڼي

انټرنیټ کي نوري پاڼي هم زه ستایم
پر پښتو باندي ولاړي دي دا وایم
دغه ټولي موږ ته تل د قدر وړ دي
و پښتو او پښتنو لره سره زر دي

Copyright Larawbar 2007-2024