کور / شعر / د سولې نغمه ګر ې

د سولې نغمه ګر ې

د سولې نغمه ګر ې

څه بی خونده زندګي ده څه بی رنګه زمانه
څه د غم او دردوختونه په مطلب شو يارانه

يو وطن خرڅوي بل ته بل د غمه ديوانه
يو تل ژاړي بی وسو ته بی جونګړه اشيانه

بياسوالګره شوه دسولې ډيرغموکې ديوانه
سل توبه توبه ده خدايه خپل قسمت کړم بيګانه

اې د سولې نغمه ګرې ډيوې بيا په نڅا راوړه
ماته بيا د سولې غږ شه ګلالۍ ته مستانه