کور / شعر / په تصویر پسې دې ګرځي ریحان ګوري

په تصویر پسې دې ګرځي ریحان ګوري

زړه مې غلی غلی ژاړي تر سهـــــــــــــــاره
ستا دیدن له خدایه غــــــواړي تر سهاره
له بدن څخــــــــــــه مې وروورو تبه باسي
راکوي دخــــــــــــــــولګۍ لاړي تر سهاره
خـوبولي دې مــــــــــــــاښام ورتـــــــه کتلي
چې نرګس درباندې ویاړي تر سهـــــــاره
دبیلتون لېــــــــوان دزړه ورشو ته راغلل
د ارمـــــان رمې مې داړي تر سهـــــــــــاره
دوه ډېوې دانتــــــــــــظار له برکتــــــــــــــــه
دلیمــــــــــــــــو پــــــــه سر ولاړي تر سهاره
په تصویر پسې دې ګرځي ریحان ګوري
غوټۍ ګل غونچې ورخــــــاړي تر سهاره