کور / شعر / غزل

غزل

ماته د خپل مينې جهانونه دنيا راکړه
وه پرديسې هيلو ته مې نوې تمنا راکړه
ستاپه محبت کې سودايې دکلی زه شومه
ای په ځان مغرورې راته ته خپله وفا راکړه
ته د تمدن او ترقي د همت نښه يې
ماته د ننګونو دتاريخ يوه ښکلاراکړه
ستادايرادې تکل مې کړيده ډاډه اوسه
ته دسولې غږ او در اتلو زيرۍ په ما راکړه
ستا ګلالۍ ستا دلارې مل ده وار خطا نه شې
ته په مخه درومه په تيارو کې يو رڼا راکړه