کور / شعر / کابلۍ کـــــــــــه پيښورۍ ده

کابلۍ کـــــــــــه پيښورۍ ده

غزل
دايې زلفو کې مخ پـــــــــټ دى
کــه په وريځوکې سپوږمۍ ده
دايي شونډې په رنګ سرې دي
کـــه دګل خولې کې غوټۍ ده
دايې سترګې پــــــــه رنجودي
کـــــــه ختن دملک هوسۍ ده
دايې غشي دبــــــــــــــــڼو دي
کـــه ټوپک دخولې ږولۍ ده
دايې تار دتـــــــــــــــــورو زلفو
که دزړونــــــــــــــــو اتکړۍ ده
دايې خال په لنډه زنــــــــــــــــه
که يې نښــــــــــــه دشوخۍ ده
دايې مخ پـــــــــــه پلو پټ کړ
که نـــــــيولې يې ځولۍ ده
دايې اوس رانه زړه وړى
که مې ميــــــنه پخوانۍ ده
عجيبه شانته پښتوکړي
کابلۍ کـــــــــــه پيښورۍ ده
(هاشمي) نـــــه يې زړه وړى
دکـــوم کلي کـــوم ګړۍ ده