کور / سياسي / د اساسي قانون په رڼا کې زموږ د نظام مشروعيت

د اساسي قانون په رڼا کې زموږ د نظام مشروعيت

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موجوده نظام ، تر ټولو ډېر په اساسي قانون ټينګار کوي .
دوى دغه قانون دومره ټينګ نيولى چې حتى نه غواړي د نقض په بدل کې يې ملک ته دايمي سوله راشي .
دوى چې همېشه وسلوالو مخالفانو ته د خبرو اترو بلنه ورکوي نو لومړى شرط يې داوي چې اساسي قانون به مني .
دا چې وسلوال مخالفان اساسي قانون نه مني نو همدا علت دى چې ملي ځواکونو او د ٤٨ هېوادونو په عصري وسلو سمبال پوځ ورسره جنګېږي او په ټس کې يې هره ورځ لس ګونه افغانان خاورو ته ځي .
اوس به همدغه قانون ته سر ور ښکاره کړو او وبه ګورو چې دولت مشرانو ، څومره عملي کړى ؟ او که نه يې دى عملي کړى نو پر وړاندې بايد څه وشي ؟


د اساسي قانون په ٣٩ماده کې راغلي چې دولت په بهر کې د خپلو وګړو له حقونو څخه ملاتړ کوي .
خو په ايران کې ستړى افغان کار ګر له لوړ پوړيزو ودانيو ښکته غورځول کېږي ، په دار ځړول کېږي او د سرحدي پوليسو له خوا په ډزو وژل کېږي .
دغه راز په پاکستان کې په تشه پلمه يې کورونه ړنګيږي او په زندانونو کې ساتل کېږي .
ددغه قانون په ٢٣مه ، ماده کې راغلي چې ژوند د خداى ج له خوا يوه ډالۍ ده او د انسان طبيعي حق دى ، او هيڅوک له قانوني مجوزه پرته ترې نشي محروم کېدى .
خو ايرانيان موږ له دې حقه محروموي ،په ماشيندارو مو ولي او په دار مو ځړوي .


د اساسي قانون ٨مه ، ماده وايي چې دولت د هېواد بهرنۍ پاليسي … د ملي ګټو ، ځمکنۍ بشپړتيا ، … ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي په اساس برابروي .
خو ايران زموږ د سوداګرو ، نږدې دوه زره هغه ټانکر په خپله خاوره کې درولي چې له ترکمنستان او عراق څخه يې افغانستان ته تيل راوړل ، همدې کار دنفتي موادو بيې بيسارې لوړې کړي او خلک يې په دې ساړه ژمي کې له ستونزو سره مخ کړي دي .


خو په مقابل احترام کې زموږ پرېمانه خوږې اوبه ور روانې دي او هيڅوک يې پوښتنه ، نه کوي .


دغه راز د اساسي قانون د ٦٣ مادې له مخې ، ولسمشر د واک له پيل نه وړاندې سوګند کوي او وايي چې : د افغانستان له خپلواکۍ ، ملي حاکميت ، ځمکنۍ بشپړتيا او د خپلو خلکو له ګټو او حقونو به ساتنه کوي .
موجوده ولسمشر دغه سوګند دوه ځلې کړى خو زموږ د خلکو حقونه ، د نورو لخوا لکه واښه تر پښو لاندې کېږي .


همدارنګه ، د ٧٤ مادې له مخې وزيران د کار له پيل نه وړاندې قسم کوي چې د اساسي قانون په ګډون به ټول قوانين رعايت کوي او د ولس له حقونو به ساتنه کوي.
خو ساتنه همداسي وي ؟


شايد ځينې دولتي مقامات اوس دا ووايي چې دوى د خپلو ګوندونو ، بهرنيو روابطو او په شخصي شتمنيو مقرر شوي او د اساسي قانون هيڅ پاڼه يې نه ده اړولې .


خو دا هم عذر نشي ګڼل کېداى ، ځکه د همدغه قانون ٥٦ ماده کې راغلي چې د قانون له حکمونو څخه بې خبري عذر نشي ګڼل کېداى .
په هر صورت مثالونه ډېر دي ، دلته يادې مادې د بېلګې په توګه راوړل شوي دي .


دولت او بهرني ځواکونه خو په دې پلمه چې وسلوال مخالفان اساسي قانون نه مني جګړه کوي ، خو پوښتنه داده چې ولس اوس ددغه شان دولت په مقابل کې چې له سترې ملي وثيقې ( اساسي قانون ) سره د مخالفو وسلوالو په څېر چلند کوي ، څه وکړي ؟؟؟؟
تبصرې ازادې دي، خو د کلام عفت حتمي دى!!!!!!

تبصره نسته

  1. زه ډېر اريان يم چي افغانان ولي دومره خوشبين او ساده دي. اساسي قانون يوازي د دې لپاره جوړ سوی او پر مشروعيت يې ټينګار ځکه کيږي که تاسي ددغه اساسي قانون محتوا ته وګورئ نو مانا يې دا ده چي پښتو او پښتانه بايد په افغانستان کي د دويمي درجي حيثيت ولري. د اچي دکرزي حکومت او غربي قواوي ټينګار کوي چي طالبان بايد دغه قانون په رسميت وپېژني. هدف يې دا دی چي دهغوی تشويش دپښتنو د اکثريت نفوذ دی.

    افسوس دپښتنو دځينوليکوالانو پر فکري فقر چي فکر کوي افغانستان بېله لوېديځ ځواکونو څخه ژوندی نه سي پاته کېدای. بله بېلګه يې د نفاف دپاره دتش په نامه ملي سرود دی. دټولو قومونو نومونه يادول يې د کرکي د اور تازه کول دی.

    په درناوي