کور / سياسي / ودان افغانستان ګوند

ودان افغانستان ګوند

اصلي خبره به په دا پیل- پيل کې وکړم چې :


د افغانستان د روشنفکره قشر په همت، د افغانستان په غېږ کې، ایډیولو‌ژيک- ستراتیژیک غورځنګ ( ودان افغانستان ګوند ) د یوې علمی ـ عملي ګړنلار و تګلار په لرلو سره د درېيمې لارې په توګه رامنځته شوی دی او په چټکي سره د افغانستان د پرګڼو منځته د غځېدا په حال کې دی.


   دا کیسه مې د درانه انجنیر محمد انعام واک تر هغې خوږې لیکنې پورې رانښلولې ده، چې په افغانستان کې یې د ښي او کيڼ اقراط د ناکامیو او ورسره يې د منځلارو یا د ده په وینا درېيم سیاسي ځواک د کاواکیو په باب په زړه پوري شننه او ارزونه کړې ده او په پایله کې یې د ځوان لیکوال او سیاستوال عبدالغفور لېوال د لیکنې ( درېيمه لار ) د ستاینې او اهمیت وروسته د هغې د عملي کېدا لپاره د یوه درېیم سیاسي ځواک د شتون هیله ښوولې ده .


   پر انجنیر صاحب واک او نورو ټولو و‌طنپالو او ولس مینو مې دا زېری باندې شو، چې د دوی د هیلو غوټۍ د دوی په ایره شوي ګلستان کې د وخته لا په غوړېدو ښکاري .


   موږ دا څو دېرش کاله وشول، چې د افغانستان غمیزه مو وژړله پرلپسې شکایتونه مو واورول، ښېراوي مو باد کړې، بد رد مو وویل، عجز و زارۍ مو وکړې او په دې کیسو و افسانو مو مجلسونه ګرم وساتل خو خپل ځانونه مو ګرم نکرای شوای .


   د دغو تراجېديو په تسلسل کې د ځوان څېړونکي عبدالغفور لېوال د لیکنو یوه نوې او عجیبه لړۍ د نيټ په دنیا کې ونښلېده او وغځېده، دا لړۍ دومره جالبه وه، چې په کوردننه او د باندې نژدې د هر روشنفکر افغان توجه يې جلب کړه او په زړه پورې لا دا چې تقريباًهرې پښتو رسنۍ بیا- بیا خپره کړه، او د ځوان قشر تر منځ يې په هر ځای کې د ويښوونکو او روښانوونکو بحثونو څپه را ولاړه کړه، بالاخره د دغې لړۍ یوه برخه د ( درېیمه لار ) په نامه د ودان افغانستان ګوند د فرهنګي څانګې لخوا په کتابي بڼه چاپ، په لږ وخت کې نا یابه او د بیا چاپ اړتیا يې شته .


   د دې څنګته نامتو شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني د ( څه باید وکړو ؟ ) پوښتنه مطرح کړه، یو دم يې په ملاتړ د همږغۍ لیکنې خپرې شوې .


   په دې ترڅ کې دلته هلته، یو نیم ورته ږغونه  راپورته او بیرته کښېنستل، خو افغانستان لا هم د بحران کندې ته ور ښويېږي او د سقوط د بلا تر ګام لاندې کېدونکی دی.


   په دغسي یوه ګمراه حالت کې د افغانستان د مرګ پر پوله یو شمېر بادرکه ځوانان په شعوري توګه سره کښېنستل، د افغانستان، سیمې او نړۍ د تاریخ او نن په باب یې یوه سلسله تحقیقات او بحثونه وکړل چې یو ګډ ټکی يې دا وو :


   ډېر مو وژړل، زیات شکایتونه مو وکړل، په فریادو مو زارې وچاودې، په نیوکو مو ځانونه ستخ کړل خو ونه شوه، بلکې لا د بحران پرهار وشړېدی اوشړيږي .


   دوی وویل یو، ولس چې د ژوند ادعا کوي او د ژوند د رنګينیو ارمانجن وي، هویت يې په کار وي، له حیثیت سره ېې مینه وي، د خپلواکۍ نارو يې اسمان ته د سر درد ور اچولی وي، نو باید د دغسي خصلت خاوند ونه اوسي .


   دغو شعوري و‌طنپالو پوښتنه مطرح کړه، چې آیا موږ د دغسي جغرافيې د اوسېدونکو په صفت د وطن د مور د ژغورنې کوم ملي- انساني مسولیت لرو که څنګه ؟


   ټولو په یوه ږغ، ږغ کړه :


   هو، تر هر چا ډېر مسؤلیت لرو، د دغه مسؤلیت د نه پېژندنې او نه اداينې له امله د کبيره ګناهونو په ګرداب کې غرق یو او کفاره یې راباندې فرض ده .


   بیا نو دا پوښتنه، چې باید څه وکړو ؟


   دلته څو لارې وې :


   ۱ ـ آیا یوه غیبي ځواک ته د معجزې په تمه کښېنو، چې هر څه په اتومات بڼه پرته له کوم حرکت رابرکتناک کړي؟


   ۲-  لا د نړۍ مهربانۍ ته مړې سترګي ونیسو، چې هر څه دوی راجوړکړي، راته رايې وړي، راپخه يې کړي، په خوله کې يې راکړي او بالآخره وروستۍ مرسته هم راڅخه ونه سپموي او شخوند هم راته ووهي .


   ۳-  پر موجوده بې واکه واکمن نظام تکیې ته ادامه ورکړو چې خپله هم پر هیڅ ارزښت تکیه نه دی او په دنیا کي يې  د دوهمه درجه فاسد ترین دولت ویاړ(!) په برخه دی ؟


   ۴ ـ  ډېر شمېر سیاسي کړیو او سړیو ته د امید سترګې ور واړوو چې اوږده لړلیک يې د سیاست دنیا شرمولې او سیاست و درواغ يې دومره لازم او ملزوم ګرځولي چې اوس په عامه ذهنیت کې دغه مفاهیم د یوې سکې دوه مخه منل شوي دي ؟


   ۵ ـ له هغو هیوادپالو روشنفکرانو سوه یو ځای همدغه روش ته ادامه ورکړو چې:


   څېړنې وکړو، بدبختۍ تشریح کړو، د بحران ژورتیا بیان کړو، په تیوري کې په هر څه پوه شو، خو د عمل ادرس مو ورک وي او که ډېر ځانونه د عمل پهلوانان راته وایسي نو بیا هم د پوښتنو یوه بې ځوابه لړۍ وغځوو چې ښه نو، له کومه ځایه یې پیل کړو ؟


   ۶ ـ او که نه، خپله د افغان ولس د یوې شعوري برخې په توګه نه بېځایه تکیه وکړو او نه هم بې مانا انتظار، لاس په کار شو او د افغان انسان په صفت د افغانستان په کچه لاس په کار شو ؟


   راغونډوافغانانو غوڅه فیصله وکړه، چې، دغه وروستۍ لار علمي- عملي او منطقي ده، دوی وویل:


   موږ نور، نه د ناخوالو حکایت کوو او نه هم شکایت، موږ د افغانستان او افغان ولس په باب وختونه خاورې کړي دي، موږ د وختونو قاتلان یو، نور د ضایع کولو لپاره وخت نلرو، نور موږ نه دنیا ته پوچ انتظار کوو او نه یې هم پر مافیها باندې تکیه. نور موږ مخامخ ځو، د خپل ویجاړ هیواد په غېږ کې د خپلو پرګنو د ارادې لمن نیسو، ځکه چې د ولسونو اراده هیڅکله اوږه نه خالي کوي، د خلکو پر نیت هیڅکله زلزله نه راځي، د وګړو هوډ سترغر او نه ماتېدونکی سنګر دی، د ولسونو هو کړه پولادي تعهد او غېږ يې له مینه ډکه او تر ټولو امن ترینه پناګا ده .


   په ځينو غبرګونو کې دغو روښانو او ځوانو سیاستوالو ته دا هم وویل شوه او ښايې ډېر نور به هم ورسره مخ شي چې :


   سیاست مانا درواغ، ګوند مانا د معاملو د مرداریو ډنډ، کړنلاري و تګلاري یاني د اوبو د سر کرښي.


   سیاسي غورځنګونه مانا لکۍ یې په بهرنیو استخباراتي کړیو پوري غوټه .


   یاني مطلق د باور بحران، نه شرایط برابر دي او نه دا کار ممکن دی.


   خو په مقابل کې يې رایو ځای شوو هوډمنو پرخپل انساني جوهر باندې په ډاډ سره جواب ورکړ:


   هر هغه کار چې د کولو اراده يې نه وي نا ممکن دی، خو چې عزم يې ونیول شو، بیا نو دا دنیا د ممکناتو ده، موږ د نورې ژوندۍ او پرمختللې دنیا غوندې عزم والا یو .


   بله دا چې، موږ ځکه عزم کړی چې شرایط برابر نه دي، شرایط غیبي نه برابریږي او دا د لوی ذات ( ج ) قانون هم دی چې :


   ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروما بانفسهم


   او که له بلې خوا څخه، شرایط نورو برابر کړل، بیا نو هلته زموږ ضرورت  نشته، ځکه چې بیا به نو موږ بې جوهره او بې مانا مخلوقات یو.


   او چې خبره د خلګو د باور ده نو :


   افغان هغه ولس دی، چې چا قصابۍ ته کش کړی هم ورسره تللی دی، چې چا مرګ ورته رنګین ګڼلی نو منلی يې دی. چې چا د مور، پلار، ورور، خور، زوی لور، خپل همسایه، سرومال، هست و نیست، بربادي ورته ځلولې ده هم يې سرغړونه نه ده کړې، چې پر سر يې هر سوداګر، هر ځای او هر وخت معامله کړې، نو کړې یې ده .


   که چا په ځان او جهان اورلګول ورته رڼا ایسولې نو نټه یې نه ده کړې .


   او ….


   نو آیا باور ونه لرو چې همدغو افغانانو ته :


   که ژوند  ستره الهي ډالۍ او د رنګینیو ګېډۍ زیات کړو .


   که د خوږو دوستانو په منځ کې خوشاله او آرام ژوند ورته د انسانیت غوښتنه وښیو.


   که د خپل ګلالي و‌طن په غېږ کې ورته د لږ تر لږه یوې ګوزاريي سر پنا ژمنه ور کړو، چې بال بچ، ناموس او عزت به يې پکښې خوندي وي.


   که د وطن مور داسي ورته تعریف کړو، چې هغه تا په ډوډۍ مړوي، ښوونځي ته دي بیايي، روغتون او دارو درمل درکوي، اوبه درته نیسي، برېښناګانې او رڼاګانې دي په چاپېرچل کې خپروي، سړک او مارکېټ درته پرانیزي، عقل او فکر دي روزي، په سړیتوب دي نازوي، انساني هویت او شرف درته ډالۍ کوي، د بل له ذليلي اړتیا دي خلاصوي، له فقره دي ژغوري، د رښتیني خپلواکۍ عالي مقام ته دي خېژوي، د ويني له تندي دي راګرځوي او د میني زڼه دي په زړه کې کري، ویښوي دي روښانوي دي او روانوي دي او …


   څه فکر کوئ :


   راویښ به نشي؟ روښانه به نه شي؟ سره راټول به نه شي؟ یو ږغ یو قوت به نه شي؟ متحرک، منسجم، مکمل او متحد به نه شي؟ پر پښو به ونه دریږي، روان به نشي؟ او بالآخره د خپل ځان او ( ودان افغانستان ) څښتنان به نشي؟


   ( ودان افغانستان ګوند ) په دغسي یوه ارمان، دغه  او دغه رنګه یو طرزفکر جوړ شو، روان شو او باور ولرئ چې د ښې ځغاستې انرژي همدا اوس، اوس پکښې راجمع ده او چې لا اعلان شوی نه دی او چې لا ټولو ته یې پیغام رسېدلی نه دی او چې لا رسمي شوی نه دی له نامه يې د یوه ګلمسکن ودان افغانستان وږمې خپريږي .


   د ودان افغانستان د درېیمې لارې لاروي دا هم نه هېروي، چې: هغوی چې پر انساني ـ افغاني رسالت باور نلري ښايې د ( ودان افغانستان ) ادعا ورته، خیالبافي هوا ګزول، اسطوره او فانتیزي و ایسي، خوایسي دي، ځکه چې دا د هرې پسمانده ټولنې ذهني حالت او اجتماعي خصلت وي. خود تیارې ټولنې روشنفکره قشر پرګنې ویښوي، روښانوي او د بدلون پر واټ يې ور سیخوي او د ( ودان افغانستان ګوند ) اراده د فکر پر یوه دغسي جاده حرکت کوي .


   دوی غوڅ نظر لري او پوخ باور، چې ښي او کیڼ افراط دواړو بایللې ده او دواړو لکه د غیچي دوو پلو، زموږ ګېډۍ – ګېډۍ ارزښتونه را غیچي کړي دي، دا دوې ایډلوژۍ ظاهراٌ متناقضي خو په ماهيت کې يې افغان او افغانستان ته یوه پایله درلودلې ده.


   او بله دا چې، هیڅ یو مملکت په وارداتي مشرانو، نظامونو او ايډیولوژیو نه آباديږي او نه سیال کیږي، که داسي کېدای شوای نو د دوشنبې راډیو پر څپو او د روسي ټانکونو پر اوږو را استول شوي ايدیولوژۍ او ککرۍ به کړي وای، با به له اسلام اباده را وارد شوي نظام (! ) او یا هم له بن څخه پاراشوټي دولت به دا چار سمباله کړې وای .


   د ودان افغانستان ګوند په کړنلار کې دا باور تسجیل شوی دی، چې یوازې د افغاني ټولنپوهنې او نړیوالو سیاسي تجربو په رڼا کې یوه افغاني مفکوره چې زړی يې د افغانستان د جغرافیې په بطن کې کرل شوی وی، افغانانو ته د منلو او پلي کېدا وړ ده، چې په پایله کې یې افغانستان حتماً رغول کېدای شي .


   دغسي یوه سُتره افغاني ایډیولوژي د ګوند په کړنلار و تګلار کې د ډېرو زیاتو افغاني مغزو له فلټر څخه راوتلې او  راغلې ده، لا یې یو مخیزه وروستۍ بڼه نه ده خپله کړې او د ګوند تر رسمي اعلان پوري به لا د زښتو ډېرو نورو مفکرواو مخلصو مغرونو په مشینري کې د لا زیات پروسس پړاوونه وهي، تر هغې چې د یوه پاخه علمي- عملي او منطقي طرز تفکر په توګه د افغاني سایکولوژۍ او نبض سره عیاریږي بیا نو د دغسي یوه خاص دوکترین په هنداره کې هر افغان انسان خپل ټول اروایي –  ذهني کچ مېچ لیدلای شي او د دغې صفا هندارې ساتنه به زموږ د خاورې بچی، بچی خپله رښتینې، ایماني او وجداني دنده ګڼي .


   د ودان افغانستان ګوند قلمرو ته هیڅ ډول ټیټ شخصي ـ سلیقوي تمایلات لار نه شي مېندلای .


   په دغه فکري چاپیرچل کې به د شمال و جنوب، ختیځ و لوېدیځ او بل هر این و ان مسله مطرح نه وي .


   په دغه ایډیولوژيک ـ ستراتیژیک محیط کې به یوازې د ودان افغانستان ارمان پالل کيږي او د سرلوړي، سوکال او بسیا افغان ولس لپاره هلي ځلې به يې د مبارزې بنسټ وي .


   د درېيمې لارې لاروي دا مبارزه تر سختو سخته، پېچلې، بلا زيږه او بلاخېزه بولي، خو د طبیعت د هر موړ د اواري، هر رمز و راز د کشف او د هر ناممکن د ممکنولو لپاره د انساني ځواک پر برلاسي باور لري او دغسي مبارزه یوازې د سترو قهرمانو خاصه وي .


   د ودان افغانستان ګوند، د دغسي قهرمانانو د زېږېدلو، لويېدلو او پایيدلو د ازمایش ډګر دی.


   د درېيمې لارې مبارزین خپل ارمانونه په لنډو نتایجو پورې نه تړې، دوی د خپلې مبارزې لړۍ ته د پېړیو په ذهن کې امتداد ورکوي او د راتلونکو نسلونو د لا انساني ژوندانه لپاره پاخه بنیادونه جوړوي.


   دوی هغه مین پتنګان دي، چې د رڼا د ستایلواو د ودان افغانستان پر شمع د ځان سوځولو لپاره هیڅ ډول قید و شر‌ط نه ږدي .


   دوی د تاوتریخوالي، تشدد، زیږه چارچلن، جنګ، مرګ ژوبلې، وسلې، وسلوالو سیالیو او جګړه مارانو پر ضد انساني سوله يیز ږغ پورته کوي .


   دا او ډېرې نورې انساني خبرې د ودان افغانستان ګوند د کړنلارې او تګلارې په اډانه کې راغونډې شوي، وايي خلئ ويې لولئ، ويې شنئ، ويې ارزوئ، نظرونه پر ورکړئ، پخې يې کړئ، د کاڼي کرښې ځنې جوړې کړئ، او لوی خوشال بابا به نه هیروو :


   که اسمان دي د زمري په خوله کې ورکا


   د زمري په خوله کې مه پرېږده همت


   په همدې باور


   ( ودان افغانستان ) مو مبارک شه
   ۱۳۸۹-۱۲-۱۴

تبصره نسته

  1. ودان افغانستان دی لر اوبر افغان ـ پښتون ولس ته مبارک وی . د لیکنی لیکونکی ګران محمد یار ته دی خداي ج توفیق ورکړی چی په دی اړه نوری دا ډول درنې لیکنی وکړی تر ځو ویده پښتانه زلمیان او پیغلی د غفلت له خوبه راویښ او د وران اقغانستان د ودانولو په نیت ﺉ د ودان افغانستان په لیکو کی سره یو کړی .زما په اند دریمه لار د هیواد د ژغورنی یواځینۍ غوره لار ده چی افغانی روڼ اندی پکی را غونډ او دلر او بر افغان ولس دیرش کلنی غمیزی ته دپاۍ ټکي کښیږدی.پرونیو ښی او کیڼ سیاستوالوته په کار ده چی ددریمی لاری د سیاسی خوځښت ملا تړ وکړی. دځان له لوری ستاسو ملا تړ ته چمتو یم.
    په پښتنی مینه ستاسو ورور او ملګرۍ حکمت الله حکمت سویډن

  2. د ګوند بنست ایښودونکو او ټول افغان ولس ته دي مبارک وي.
    په همداسي لاري مئن یو بل
    هجرت

  3. دلراوبر درندو او عزتمنو کارکونکو او پتمنو لوستونکوته درناوی !
    ښا غلی ورور محمد یارصاحب په یون دبرکت او قدم د بختور شه ،او به همدې توګه منلو مشرانو هر یو عزتمن جهانی صاحب ، په وطن مین درانده واک صاحب ، پتمن پوه ښاغلی لیوال صاحب او په سلګونو نور و هغو معززو ا وپتمنو به خپل دین ، وطن او ولس مینو اصیلو افغانانو ته چې خپله پښتنولی (افغانیت ) اودوطن شمله ا وپوړنۍ یې ساتلی اوساتې یې د يوې ځوریدلې خور په توګه دوطن دعزت او پت دساتلو او پاللو په لار کې ددوی له هر ګام سره همغږې او ځان برخمن بولم او له ټولو خویندو او وروڼو څخه هیله لرم چې له خپلو زړه خوږو مشرانو سره چې په هیواد کې ددې ترخه ناورین څخه د ژغورنې لارې ا وچارې لټوی خپل قدمونه او قلمونه سره یو کړی او ددې لویې تشې په ډکولو کې ځان ورګډ او لاس په لاس خپل روا او حقوقی یون ته مټ او وزر شی ، په حرکت کې برکت اوپه پیوستون کې بری دی . ( لاس تر زنې کیناستل قدم په قدم او شېبه په شېبه غورځیدوته نږدې کیدل دی ) . دودان افغانستا ن ګوند او په دریمه سمه او وروستۍ لار تګ بختور ګام بولم . لکه مخکې مې دښاغلی انجنیر صاحب واک پر لیکنه خپله لنډه کۍ تبصیره کړی وه او له خپلې ژمنې سره سم به دنورو خویندو ورڼو دلیکنو او تبصیرو څخه په زده کړه به خپله لیکنه به تفصیل سره وړاندی کړم . ټول ځوریدلی ولس ته دژغورنې په هیله .
    ډاکتر ثریا خادم
    دټولنې خدمتګاره

  4. دودان افغانستان الهامی ږغ زموږدامیدوغوټې راوسپڼلې او زموږهیلی یی پرغوړیدوراوستې . محترم محمدیارصاحب په خپله لیکنه کی دګوند
    پرضرورت باندی داسی منطق اوډلی دې چه هربااحساسه مغزیی په یو
    ځلی ویلوسره دهغه دصفونوپه لټه کی کیږی چه ځانته ځای ومومی او
    په کتارکی ددریدوافتخاریی حاصل کړی .خودوندی بایدووایم چه دګوند
    جوړول ښائي آسانه وی ولې هغه دټول افغانستان دخلګوپه ږغ اړول
    ممکن ستونزمن کاروی ، اوبل داچه ددریمی لاری ګوندباید داولی او
    دوهمی لاری سره په توپیرکی پا ته سی که نه داولی یادوهمی لاری
    څخه یوه غوره سی دهغه داصلاح اوغښتلی کیدودپاره بایدهڅوته دوام
    ورکړه سی نوبه دنوی دجوړیدوزحمت نه عبث کیږی اودګوندونوکوټه
    به نوره نه درنیږی ،داځکه وایم چه خلګ اوس هرڅه دخپلواوږدوتر
    خوتجربوپه ذره بین کی ګوری اودتوپیرکولوصلاحیت لری . بیاهم زه ځکه ورته
    خوشحاله سوم چه زموږ دتیت اوپاشلو روڼ اندودراټولیدومرکزوموندل
    سی اودهغوی دخلاقو نظریاتواوپوهی څخه دودان افغانستان په ګټه کار
    واخیستل سی …. په درنښت

  5. داسی دیوضرورت څخه ډک کوند د ټول افغانانو ته مبارک وی

  6. da mazi da di khabari di. har insann chi hazaragannoo ta haq warkavi da haga sari di pa padara nalat si . dagha gowand hadaf yawazani da walas masahar hamid khan karzi kilaf raporta kidal di. da dagha gowand khlag di pa da na nazi chi muz Shahnawaz tani laro io dasi noor khalqiyan, cummunistan, capitalistan . Har sook chi da karzai kilaf yor amal ijra ki. no muz tasi ta shah maloom da chi da agha injam, shshi di

    Jam mohammad
    Gowand Karzai Sab