کور / کتاب / د طنزونو نوې ټولګه ((سياسي عينکي)) چاپ سوه

د طنزونو نوې ټولګه ((سياسي عينکي)) چاپ سوه

سياسي عينکي د پښتو طنزونو يوه نوې ټولګه ده، چي د ليکوال او ژورناليست عبدالنافع همت په قلم د پښتو آثارو پر ليست ور زياته سوه. سياسي عينکي په ٢١٤ مخونو کي د ١٠٠٠ ټوکونو په تعداد د ننګرهار د مومند خپرندويي ټولني له خوا تازه چاپ سوى دئ، چي د پښتۍ طرحه يې افغان کارتونيست هژبر شينواري ترتيب کړې، استاد جلال نوراني او علم ګل سحر سريزي پر ليکلي او د ليکوال له خوا د دريمي هجري پېړۍ نامتو افغان عالم ابومحمدهاشم سرواني ته اهداء سوى دئ. په سياسي عينکي کي ټول ٣٠ سرليک طنزونه راغلي، چي ١٧ يې سياسي او ١٣ نور يې پر اجتماعي موضوعاتو ليکل سوي دي. سياسي عينکي د ښاغلي همت د طنزونو دوهمه مجموعه ده، چي لومړۍ شاوخوا درې کاله پخوا د ((سپي څنګه مډالونه وګټل؟)) تر عنوان لاندي چاپ سوې وه.