کور / کتاب / د خوږې ناروغۍ

د خوږې ناروغۍ

پكتيا پريس كلب



د خوږې ناروغۍ د ډاكتر عبدالهادي حماس ژباړل شوى طبي اثر دى چې د بريتانيا د روغتيايې ټولنې له خوا ليكل شوى.


دا كتاب په پكتيا كې د اوښتون كلتوري ټولنې له خوا په ښه كاغذ او ښې پښتۍ سره د (۱۰۸) مخونو په درلودو چاپ شوى.


د دې اثر اره موضوع د خوږې يا شكر ناروغۍ په اړه ده چې په كې د يادې ناروغۍ د پېژندګلو، درملنې، مخنيوي او د دې ترڅنګ ترې د ځان ساتنې او اړينو لارښونو په اړه بحث شوى.


د اثر ژباړن تر دمه (۱۲) كتابونه پښتو ته را اړولي او ليكلي دي، چې په كې د ادب او روغتيا په اړه شننې او ذوق ماتونكې موضوعګانې را اخيستل شوې دي.


د ډاكتر عبدالهادي حماس په اند روغتيا يې مسلك او ادب پالنه يې د كلتوري ميني ماتوونكې چينه ده.


دا چې په پښتو ژبه تر دمه د علمي اثارو د كمښت ستونزه په لويه كچه احساسېږي، د پوهنتونونو محصلين، زده كوونكي او د كار په ډګر كې هغه كسان چې د خپلې دندې اړوند معلومات ورته اړين وي، نه شي كولاى چې مطلوب اثر تر لاسه كړي، نو دې ته په كتنه د ډاكتر حماس دا احساس چې د خپل مسلك اړوند اثار ژباړي او ليكي، يوه ستونزه هوارونكې مسله بلل كېږي.


د اوښتون كلتوري ټولنې مشر ډاكتر محمد نعيم احمدزى وايې چې د خپلې ټولنې د هلو ځلو په ترڅ كې يې له دې وړاندې هم (۱۱) بيلابيل كتابونه چاپ كړي دي.


دى وايې د ډاكتر عبدالهادي حماس د دې ژباړل شوي اثر له چاپه يې يوه موخه دا ده تر څو په علمي ډګر كې پښتو د كتاب غنايت حاصل كړي.


دا چې په نړۍ د حاكمو ژبو ملتونه د خپل حاكميت د بريا يوه ځواكمنه لاره په هره برخه كې د كتابونو شتون بولي، نو د پښتنو محكوميت يې په معكوس ځواك دلالت كوي.