کور / تازه خبرونه / ناټو : د حقاني شبکې يو قوماندان مو نيولى

ناټو : د حقاني شبکې يو قوماندان مو نيولى

لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل شوې خبرپاڼه ليکي چي د افغانستان په ختيځ کندوز ولايت کي يې د وسله والو طالبانو اړوند د حقاني شبکې يو قوماندان نيولى .
د خبرپاڼي په حواله چي ياد کس د ياد ولايت په تېرزۍ ولسوالۍ کي پر بهرنيانو بريدونه کول او هغوى ته به يې د سړک غاړي ماينونه ښخول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي او نه يې هم تر اوسه د يادي سيمي څخه د کومي پېښي له خپله اړخه خبر ورکړى .