کور / خبرتیا او پيغامونه / د پياوړي ليکوال او ژورنالیست غوث الدين فروتن سره خواخوږي

د پياوړي ليکوال او ژورنالیست غوث الدين فروتن سره خواخوږي

په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د افغان ليکوال او ژورناليست ښاغلي غوث الدين فروتن کشر ورور ظريف خان تر څه باندي دوه کلني سختي ناروغۍ وروسته د ډيرو روغتيايي هڅو سره سره د روژې ( اګست ) پر پنځمه نېټه له دې فاني نړۍ سره مخه ښه کړې او خپل د مرګ غم يې خپلي کورنۍ ته پرېښود .


ښاغلي فروتن ته په کابل او پېښور کي ډاکټرانو ويلي وه چي د ورور درملنه يې يوازي په هندوستان کي د ډير زيات لګښت په مقابل کي کېدای سي ، فروتن شپه او ورځ پر ځان يوه کړه او د ظريف خان ددرملني امکانات يې برابر کړه خو د هغه په برخه د ځوانۍ مرګ ليکلی و.


تر دې لا زړه بوږنوونکی خبر دا و چي کله فروتن د ظريف خان سره د هغه د درملني لپاره هندوستان ته ستون سو ، په کور کي يې پاتي کشر ورور چي رک روغ وو ، په ناڅاپي توګه په حق ورسېدﺉ .


زموږ ټولو دا هيله وه چي خدای تعالی جل جلاله به ظريف خان ته روغتيا ور په برخه کړي ، خو د خدای پاک پريکړه هغسي نه وه او دادی اوس د يوه کال په اوږدو کي زموږ فرهنګي ملګری د دوهم ورور د وير پر ټغر کښېنست ، د خدای تعالی جل جلاله رحمتونه دي پر تاسو وي ، خدای دي پر تاسو دا غم اسانه کړي .


 انالله و انا اليه راجعون


زه د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب د خپل فرهنګپال او با احساسه ورور فروتن سره په دې غم کي د زړه له کومي ځان شريک ګڼم ، له لوی خدای جل جلاله څخه د ارواښاد ظريف خان پاک روح ته فردوس جنت او ټولي کورنۍ دوستانو او په خاص ډول فروتن صاحب ته د جميل صبر دعا کوم .


څښتن تعالی جل جلاله دي ښاغلی فروتن ، ددوی کورنۍ او دوستان له باقي غمونو وژغوري ، له لويه خدايه ډيري خوښۍ ورته غواړم .


په درناوي


عبدالله احسان – هالنډ

تبصره نسته

  1. دهيوادتلويزيون اوافغان ازادي راديودټولوهمكارانوپه استازيتوب گران فروتن صاحب اودده محترمي كورنۍ ته تسليت وايم
    الله تعالى دي ددغه دروندغم دگاللوحوصله وركړي اوموږهم دځوانيمرگ ظريف خان په غم ځان غمجن گڼو.

  2. داحمدولی کرزی قتل سیاسی نه وو
    ځه موده وړاندی می په همدغه نظر پا ڼه کی دښاغلی بسمل له لوری داحمد ولی کرزی دقتل په باب یو مطلب لوستلی وو چی بسمل ورور لیکلی وو چی داحمد ولی کرزی وژل کیدل کومه سیاسی وژنه نه ده ، نن می عین مطلب چی دبسمل دځرګندونو تائید هم کیدای شی په تاند کی ولوستی چی په کی را غالی دې د احمد ولي کرزي وژنه کومه سياسي ، استخباراتي ، د غچ اخيستنې او يا د شتمنيو پر سر د رامنځته شوې شخړې نتيجه نده بلکه دا وژنه تر يوې ډيرې حساسې موضوع پورې اړه لري او کيدلاى شي چې د منلو هم وي ،قصه پدې ډول ده د احمد ولي کرزي وژونکى سردار محمد غوښتل د يوې ميرمنې سره چې د هغوى د کورنۍ سره نژدې اړيکې لري نکاح وکړي يعنى هغه يې خوښه وه او خپل هدف ته تر يو بريده نژدې شوې هم ؤ ، خو له بلې خوا حمد ولي کرزي هم د سردار محمد په څير د همدې ميرمنې سره د واده ارزو درلوده ،دا چې احمد ولي کرزى شتمن هم ؤ او واکدار هم داسې يې انګيرله چې ياده ميرمن (…….) به ورسره نکاح وکړي او هغه ته به سردار محمد برتري ورکړي خو د هغه فکر غلط وخوت او نوموړې د سردار محمد سره ګډ ژوند تيرول غوښتل ،له همدې کبله کرزى په غصه کيږي او ياده ميرمن وژني خو پداسې ډول چې له سردار محمد پرته يې هيچاته هم زور نه رسيږي او که رسيږي هم نو د خپلې بادشاهۍ په زور چې په کندهار کې يې اعلان کړى ټولې خواوې غلې کوي ،سردار محمد چې په زړه يې لمبې بلې دي يواځې د غچ اخيستلو په فکر کې سرګردانه وي او د خپل زړه اور د احمد ولي کرزي په وينو وژني.
    اوس نو بايد ومنو که چيرته د احمد ولي کرزي په وژنه کې د طالبانو ، بهرنيو استخباراتي کړيو ، د شتمنيو پر سر د رامنځته شويو شخړو ، سياسي مخالفتونو ، لفظي توهين او سپکاوي يادونه کيږي نو دا ډيره د منلو ده چې يو څوک دې د يوې ميرمنې د نکاح پر سر د رامنځته شوې لانجې له کبله مرګ وکړي او همدا ډول پيښې په افغانستان کې ډيرې رامنځته کيږي
    يو شمير نورو بيا ووایی چې سردار محمد د خپل تره يار محمد خان غچ اخيستې څوک چې پخوا وژل شوې او داسې ويل کيدل چې احمد ولې کرزى د يار محمد خان په وژنه کې لاس درلود ،ځینی نورو بيا وایی چې د دنيوي شتمنۍ پر سر ورور دبل ورور لخوا وژل شوى پدې ډول چې د احمد ولي کرزي او د هغه د ورور قيوم کرزي تر منځ د عينو مينې د ښارګوټي پر سر د تر لاسه شويو ټکو پيسو په سر اختلاف پيدا شوې او د احمد ولي کرزي په مرګ پاى ته ورسيد

  3. په ډیره خواشینی سره می خبر ترلاسه شو چه ستا سی ورور په حق رسیدلی دی ستاسی ټولی اغضا ؤته والله ج د دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه غواړم

  4. هو، ښاغلی بسمل افغانان خپلواکی لری،ولی د افغانانو خپلواکی په لومړی سر کی تاسی سرو خلقیانو او متعصیبو پرچمیانو له خطر سره مخامخ کړی ده، تا سی چی دروسانو داشغال په دوران کی سره کمیسونه په تن کړی وود حورا حورا ناری به مو وهلی هغه وخت دسرو داشغال کلک ملګری وي ځکه مو اوس دهغه وخت په اشغال خوله ګنډلې ده ،تاسی ملحدین اوس پیژندل شوی یاست ستاسی په دغو دچم اوخم ځخه ډکو لیکنو او ځرګندونو باندی دافغانستان مجاهد ولس نور نه تیر وځې او هغه وخت ډیر نژدی دی چی هم په لومړی قدم کی تاسو پخوانیو ملحدینو سره اوهم داوسنی رژیم د امریکایی ګو ډاګیانو سره حساب وشې،هغه تصویرونه چی تاسی دخپل ځان دبرائت ور کولو په خاطر خپاره کړی دی بلکل دمنلو وړ دی ولی دملحدینو او دروسی اشغالګرانو ددوران دورنیو او یجاړیو جواب به ځوک ور کوې هغوی چی ستاسی دملحد رهبر حفیظ اله امین نا امین په دوران کی چی تاسی هم د یوه خلقی ملحد افسر په صفت دنوموړی دډیرو نژدوباډیګاردانو له جملی ځخه وي ژوندی تر خاورو لاندی شوی دی ځوک به یی جواب وایی؟

  5. نثار احمد صمد صاحب !
    سلامونه می ومني وروسته له هغه یوه ډیره وړه پښتنه در ځخه لرم هیله لرم جواب یی راکړي.تاسی چی همیشه دبسمل درباب وشرنګ ته سر ښورولی دې ایا دنوموړی دشخصیت او سابقه کارنامو په باب کافی معلومات لري؟او دنوموړی اوسني هدف درته څرګند دې؟

  6. د بېنظير بوټو د ترور پېښې سره د تړاو له امله د پرويز مشرف شتمني کنګل شوه
    خبري رسنۍ وايي : په روالپنډۍ کې دترهګرۍ ضد محکمه دپخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو دترور پېښه څیړي او دا پریکړه يې کړې ده ،چې دپرویز مشرف شتمني دې کنګل شي ،دمحکمې دا ناسته داسې مهال ترسره کیږي ،چې دڅیړنو فډرالي کمیسون له محکمې غوښتنه کړې ده ،چې دپرویز مشرف منقول او نامنقوله شتمني دې کنګل شي . کمیسون وايي : جنرال مشرف پلازمینې ته څیرمه یو کور او پراخه کرنیزه ځمکې لري او پردې سربېره دبلوچستان په ګوادر کې هم ځمکه لري . محکمې په تیر جون کې غوښتنه کړې وه ، چې دبینظیر بوتو د ترور په تور دې جنرال ونیول شي . نوموړی له 2009 ز راهسې په لندن کې اوسیږي او دمحکمې په سپارښتنه نوموړی دهغو کسانو په لست کې شامل دی ،چې دبنظیر بوټو دترور په پېښه کې تورن پيژندل شوې دي .
    بنظیر بوټو د 2007 ز د ډسمبر پر 26 په پینډۍ کې ترور شوه

  7. دګران ملګري اوتکړه جورناليست غوث الدين فروتن دورورپه مړينه زښت زيات غمجن سوم، باداردي ارواښادته جنت اوکورنی ته دي صبرورنصيب کړي ………….آمين

  8. په ډیره خواشینئ سره پایدووایم چی دګران یارپروتن صاحب ورورپه حق رسیدالی دی،الله ج دی جنتونه ورپه نصیب کړی اوکورنئ ته دی دجمیل صبرنصیب کړی
    امین ثم امین
    ستاسی خواخوږی
    سیداغاوطن یار
    http://www.haar.blogfa.com
    مسؤل