کور / تازه خبرونه / طالبان : د پروان په بريد کي ٨١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبان : د پروان په بريد کي ٨١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

وروسته تر هغه چي کله وسله والو طالبانو د پروان پر ولايت مقام د يوولس نيمو بجو په شاوخوا کي بريد وکړ او لومړنيو راپورو دا ښوول چي په بريد کي ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې مګر د کورنيو چارو وزارت دا شمېره ډېره ټيټه بلله خو وسله وال طالبان بيا وايي چي بريد د دوى څلور تنو ملګرو کړى او په پايله کي يې ٤٤ تنه بهرني او کورني عسکر وژل سوي .
طالبان وايي چي بريد يې د ولايت مقام و دروازې ته څېرمه د يوه ځانمرګي په وسيله چي په کورولا موټر کي يې چاودېدونکي توکي بار کړى ول ترسره سو او وروسته نور وسله وال ولايت ته دننه سول او هلته يې دوه نيم ساعته مقاومت وکړ او جګړه پر دوې بجې پاى ته ورسېده .
طالبان همدا ډول زياتوي چي بريد يې په داسي وخت کي کړى چي په ولايت مقام کي د ډېرو لوړ رتبه بهرنيو او افغان پوليسو تر منځ غونډه روانه وه .
د يادوني وړ ده چي د طالبانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه افغان حکومت او بهرنيانو څه نه دي ويلي .