کور / تازه خبرونه / ننګرهار يو ماشوم د يوشمېر نشيي توکو سره ونيول سو

ننګرهار يو ماشوم د يوشمېر نشيي توکو سره ونيول سو

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې د تلاشۍ پر مهال يو ١٣ کلن ماشوم نيولى چي غوښتل يي د ننګرهار زندان ته نشه يي توکي او موبايلونه داخل کړي.
د ننګرهار زندان مشر سمونوال حصارک پېښه تاييدوي او وايي چي ياد ماشوم يې هغه مهال ونيول سو چي غوښتل يې د مستو په کټو کي زندان ته داخله کړي.
نوموړى وايي چي کله د ساتونکو له خوا تلاشي کېده نو ٨ پوړۍ چرس ، ٥ سيټه موبايلونه او ٢ د موبايل بېترۍ يې په ډېره ماهرانه توګه پکښي ځاى پر ځاى کړي وې .