کور / تازه خبرونه / ننګرهار : سېلابونو مالي زيانونه اړولي

ننګرهار : سېلابونو مالي زيانونه اړولي

د ننګرهار ولايت په دوو ولسواليو هسکي مېنه او بټي کوټ کي تر سخت باران اورښت وروسته مالي زيانونه اوښتي .
په يادو ولسواليو کي امنيتي مسئولين وايي چي سېلابونو کورونه ويجاړ کړي او شاوخوا ٥٠ جريبه کرهڼيزه مځکه يې له منځه وړې ده .
چارواکي په ځنو سيمو کي د ځاني زيان په اړه ناخبري ښيي خو وايي چي سېلابونو کورونه نړولي .
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم د دې ولايت د بېلابېلو ولسواليو څخه د سېلابو د راوتلو او د مالي او ځاني زيانو د اوښتو خبر هم ورکړل شوى ؤ .