کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د ماين پاکانو يو دفتر لوټ سوى

ننګرهار : د ماين پاکانو يو دفتر لوټ سوى

د ننګرهار ولايت په پېچراګام ولسوالۍ کي د ATC په نامه د ماين پاکۍ د يوې مؤسيسې دفتر لوټ سوى د ياد دفتر يو تن کارکوونکى پېښه تاييدوي او وايي چي تر اوسه لا څرګنده نه ده چي دا کار د چا له لوري ترسره سوى .
ناپېژاندو کسانو د ياد دفتر څخه يو پراډو موټر ، دوه جنراتوره او يو شمېر نور د ماين پاکۍ سره اړوند توکي وړي .
په دې اړه تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم وسله والو څه ويلي دي