کور / تازه خبرونه / زابل : د ٢ وسله والو قوماندانانو د وژلو خبر ورکړل شو

زابل : د ٢ وسله والو قوماندانانو د وژلو خبر ورکړل شو

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په نوبهار ولسوالي کي د يوه هوايي بريد په پايله کي د وسله والو دوه قوماندانان وژل شوي .
چارواکي وايي چي يادو کسانو د دولت په وړاندي وسله والو فعاليتونه کول او تېره ورځ د يوه هوايي بريد په پايله کي ووژل شول .
د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار هم رسنيو ته د يادي پېښي پخلى کوي او وايي چي په دې بريد کي حکومتي لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .