کور / خبرتیا او پيغامونه / فومي مشر حاجي صمد خان نورزی په حق ورسيدئ

فومي مشر حاجي صمد خان نورزی په حق ورسيدئ

د کندهار وتلی قومي مخور او پېژندل سوی شخصيت، وکيل صاحب حاجي عبدالصمدخان د ورپيښي ناروغۍ له امله وړمه شپه د اکتوبر پر شپاړسمه نېټه په حق ورسيدئ .

وکيل صاحب حاجي عبدالصمدخان نورزى پوره نوي (٩٠) کاله وړاندي د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحديولسوالۍ د يوه ليري پراته کلي رباط په يوه روشنفکره او هڅانده کورنۍ کي دې فاني نړۍته سترګي پرانستې.

هغه خپلي لومړنۍ او منځنۍ زدکړي د سپين بولدک ولسوالۍ په ښوونځۍ کي سرته ورسولې او وروسته ديوې شمېر ستونزو سره د مخامخېدو له خاطره د پوهني له ډګره ليري سو.

وکيل صاحب له زدکړو د ليري کېدو په صورت کي بيا هم له پرمختګ او خدمته ليري پاته نه سو او په١٣٢٥ لمريز کال کي چي د عمر ٢٥ سپرليه يې تېر کړي وه د وخت د دولتي ادارې د باورترلاسه کولو وروسته د کندهار ولايت د شګي (تخته پول) ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده پيل کړه.

حاجي صاحب صمدخان په تخته پول ولسوالۍ کي د ښو کارونو او اصلاحات تر راوستلو وروسته د هلمندولايت د واشېر ولسوالۍ ته د ولسوال په صفت ولېږل سو څو هلته خلکو ته د ښو دولتي خدماتو په وړاندي کولو سره د خلکو او دولت تر منځ پرته فاصله راکمه کړي.

مرحوم په ١٣٤٤کي بيا تر ١٣٤٨ لمريز کال پوري او له هغه وړاندي يو ځل په ولسي جرګه کي د کندهار دخلکو د استازي په توګه وظيفه سرته رسولې او له هغه ځايه وروسته په پرله پسې ډولدوه ځله د کندهار په ولايتي شورا کي د خلکو د استازي په صفت پاته سو او خپلو خلکوته يې د خدمت وياړ تر لاسه کړى.

وکيل صاحب حاجي صمدخان هم د نورو افغانانو په څېر د ثور (غويي) تر توري کودتا وورسته پاکستان ته مهاجر سو او هلته له څو کلونو تېرولو وروسته که چي مجاهدين واک ته ورسېدلي بيرته خپل هيواد ته راستون سو.

هغه ته په دېوروستيو کلونو کي څو څو ځله د مرکزي او ولايتي ادراې لخوا د کار کولو وړانديزونه وسول خو دده جواب منفي و او ويل به يې چي غواړي يوازي د يوه قومي مشر اومخورو په حيث خلکو ته کار وکړي.

هغه د ژوند په اخيري لسيزه کي د قومونو ترمنځ د يووالي، اتحاد او اتفاق لپاره زيات کار وکړ اودغه هڅي او کوښوونه به يې تل تر تله ژوندي پاته وي.

حاجي صاحب عبدالصمد خان له څو کلونو راهيسي د زړه او يو شمېر نورو داخله ناروغيو څخه رنځ وړىاو څو ځله يې درملنه هم کړې وه چي له ډيري درملني وروسته بلاخره تېره شپه ۱۶  اکتوبر ۲۰۱۱ له دې فاني نړۍ وکوچېد.

روح دې ښاد وي.

تبصره نسته

  1. الله (ج)دی وبخشی او جنت فردوسی یی په نصیب کری.هر افغان ته دی الله (ج) توان ورکری چی خپلی خاوری او وطن ته خدمت وکری.او خدای(ج)دی دی خاوری ته نور هم داسی مشران پیدا کری چی دی هیواد ته ده خدمت جوگه سی.

  2. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
    په ډیری خواښیني سره مي خبر تر لاسه کړی چه د کند هار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د نورزو د قوم درند مخور لوی مشر حاجی وکیل صمد اکا ددی فانی نړۍ نه کوچ وکړی او د ابد لپاره د اخرت تلپاتی نړي ته ولاړي. روح دې یی ښاد وي.
    وکیل صمد اکا د سپین بولدک د رباط د کدنی د سیمی دنورزو د قوم دمخور مشر مرحوم محبوب خان اکا زوی وو. د پلار تر مرګه ورو سته په دودویزه بڼه د نورزو دقوم مشری وکیل صا حب صمد اکاپه غا ړه واخیستله. د ظاهر شاه په دوره کی د ملی شوراد ولسی جرګی پیاوړی غړی وو.او په دي لاره کي یی ډیر خد متونه کړی دي.
    حاجی وکیل صاحب د خپل ژوند په ټولو پړاونوکې د خپل قوم ، خپلو خلکو او ګران افغا نستان سره ډیره مینه درلوده. په سلګونو قومی جرګو ،قومې غونډو کې یی برخه اخیستی ده.وکیل صاحب د ډیرو قومو او په ځانګړی توګه دنورزو او اڅکزو ددوو سترو قومونو دقومي شخړو او لانجو په لمنځه وړلو کي نه ستړیدونکی هڅوني کړی دي. دده په مشوره دسیمي دقومی اړیکو انډول ددوستی ، اتفاق او یووالی په چو کاټ کي ساتل شوی دی.ګران حاجی وکیل صاحب پر ټولو خلکو باندی ډیرګران وو.او ددوي په منځ کي یې ډیر محبوبیت درلودي
    زه په داسی حال کي چه ددي درندقومې مشر په مړینه ډیرغمجن شوم . خدای تعا لُی (ج) دي دی و بخښي او فردوس جنت دی يی په نصیب کړي.
    په دی هکله خپل تسلیت اوژوره خواخوږی د حاجی وکیل اکا زامنو حاجی عا دل شاه او حاجی حیات خان او دده ونورو وړونو او نژدی قریبانو ته وړاندی کوم.او ددوي سره په دي ویر او غم کي ځان شریک ګڼم.
    خدای دی تا سواو ستاسو کورنۍ د نورو غمونو څخحه وساتي. او د حاجی وکیل صاحب روح دي تل تر تله ښاد وی.
    ا لله امین

    ولی محمد نورزی هالند

  3. إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

  4. د وکیل صاب مړینه د کندهار د ولسونو او د افغانستان او پښتونخوا د قومونو له پاره یو ډیر خواشینونکی خبر دی. د لوی الله(ج) له دربار څخه ارواښاد ته جنتونه او پاتی شونو ته جمیل صبر غواړم. د سپین بولدک په نورزو کی به د وکیل صاب تشه تل تر تله همداسی تشه پاتی وی، او هیڅکله به ډکه نه شی.