کور / تازه خبرونه / طالبان : په شنډنډ کي مو يوه چورلکه رانسکوره کړه

طالبان : په شنډنډ کي مو يوه چورلکه رانسکوره کړه

وسله والو طالبانو په خپله ويب پانه کي خبر ورکړى چي نن ماځيګر يې د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالي کي د بهرنيانو يوه الوتکه رانسکوره کړې .
د خبر په حواله چي ياده چورلکه يې هوايي ډګر ته نژدې چي په ډېره کمه ارتفاع کي وه ويشتلې او رانسکوره کړې .
خبر وړاندي وايي چي الوتکي تر ويشتلو وروسته اور اخستى او پکښي سپاره ټول کسان وژل سوي.
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي.