کور / هراړخیز / حدادصاحب هم مړسو

حدادصاحب هم مړسو

په افغانستان کي دمصیبتودپیل لومړي کلونه ول،چي زمادخیالونو تاج محل، دپلارونیکه ټاټوبی،دکندهارښارراته سوراورسو. پلرنۍ مېنه مي اور و اوبوته کړه اوپه نه څه مي وپلورله. پرکډه مي لرگی واچاوه اومخ پرکابل دنامعلومي راتلونکي پرلوررهي سوم. دکابل ښارپه دغه وخت کي دهیواددنوروښارونوپه پرتله یوڅه دگوزارې وو. ومي غوښته چي له پلاره دراپاته سوي کوردخرڅلاوله بابته لاس ته راغلي خوشمړي، په دغه ښارکي پریوه کورولگوم. دخپل پخواني اشنااودماواروبې لاس وبې پښوکسانوله پاره د”مشکل کشا” عبدالولي په مرسته مي دکوردموندلولټه پیل کړه. په دې کوڅه ننوزه، ترهابلي راووزه، داکوروگوره، هاکوروگوره، خپل جېب ته به مي وکتل، تروس به خبره تېره وه، ماښام به بیرته کراهي کورته ستون سوم اوسبابه بیاهمداکیسه وه. په دې لټه کي مي یوه ورځ پریوه کورباندي د” خانه فروشی” کاغذولید، له عبدالولي سره یوځای ورغلم. یوماشوم راووت،دکورراښوولوله پاره مخ ته سو.یوه خونه، بله خونه راوښووله.دکورپه سالون کي مي پرمیزباندي سترگي د”پاپا” پر عکس ولگېدې. ترسرمي دود ووت. حال مي بل سو. دهغه چاکور ته یاد هغه دکوم قریب کورته درانیولوپه نیت ننوتلی وم، چي له سهاره ترماښامه به ئې دکابل ښاردودانولوپه نیت له مزدورانوسره وچه ډوډۍ اوگندنه خوړله، زمبېلونه به ئې چلول، خاوري به ئې تنفس کولې، له تندي به ئې خولې بهېدلې، خودی به خوښ خوشاله وو. ځکه ښارئې وداناوه، جاده ئې جوړوله، هیوادوالوته ئې چوپړکاوه اوپه ویاړئې کاوه. نه ئې جیبونه ډکول، نه ئې دوطن سرمایه خارجي بانکوته لېږدوله، نه ئې دوطن بچیان داورلمبوته اچول اونه ئې دوطن پرسرسوداکوله. همدې چورتواخیستی وم چي سالون ته مي دیوچا د راننوتلوږغ ترغوږسواودملگري له خولې مي واورېدل چي” حداد صاحب، سلام علیکم”. حدادصاحب وارخطاغوندي سو، بې مقدمې ئې وویل :” داکورراباندي لوی دئ، ماشومان وایي چي خیرخانې ته به کډه شو، دوستانوته به نزدې یو،…” موږدرک کړل چي له دې توضیحاتوڅخه ئې مراددادئ چي گویاراته وایي له وطنه نه وزم. فاجعه خودلته وه، چي هم به دي له ناکامه خپله مېنه پرېښووله، اوهم به دي ددغه بېلتون پرسردخاداونوروجاسوسي سازمانودتعقیب ریسک پرځان مانه . حدادصاحب تازه له بنده خوشي سوی وو. ماته دده دکورپه کتلوکي ځان ډېرگناهکارښکاره سو. که څه هم ده خوبې هغه هم کورخرڅاوه. که پرمانه وای، پربل چائې پلورئ، خوماته ددغه کوررانیول ډېرسخت ایسېدل.”خدای په امان” مي ورته ووایه اوپه خواشیني زړه مي په دغه ورځ دکورلټه پرېښووله اوسیده خپل ټاټوبي ته ولاړم.



دغه کلونه دمصیبت کلونه ول. دهیوادمنورشخصیتونه، پوهان، روښانفکران، تعلیم یافته اوپه ژبه پوه خلک ټول وتل.ددغه ډله ییزمهاجرت ناوړه اغېزه موږاوس پرخپل پلرني ټاټوبي باندي وینو، چي څومره ستره وه.


څوکاله وروسته زه هم دهیواددنورومیلیونونوکسانوپه څېردمهاجرت ددغه اوږده کاروان مل سوم. په کاناډاکي مي ترڅوکلونووروسته ویرجینیا ته ددوستانودلیدوله پاره سفروکړ. هورې پریوه واده پېښ سوم. د واده په مېلمنوکي حدادصاحب مرحوم هم راغلی وو. دامان الله خان دوخت یوه سیکه ئې په تارپېیلې اوپه غاړه کړې وه. هرچاته ئې ورښووله . ترډوډۍ خوړلو وروسته دهوټل له سالون څخه دباندي راووتلواوپریوه چوکۍ څنگ پرڅنگ کښېنستلو. دحال احوال پوښتنه مي ځنی وکړه. ویل ئې” زړه مي ډېرراته تنگ دئ”.



پردې کتنه دادئ نورڅوکاله هم واوښتل اوپرون احمدشاه هوتکي په یوه ایمیل کي راته کښلي ول چي” حدادصاحب وفات سو”. ماته ئې هغه جمله راپه یادسوه چي دوې کرښي پاس مي کښلې ده. که څوک زما څخه هم دحال پوښتنه همدااوس وکړي، جواب به مي هماغه وي. په پردېسي کي مړینه له ناکامه وي.



پاک خدای دې وبخښي. رښتینی افغان وو.


محمدمعصوم هوتک


آشاوا ــ کاناډا


۱۷ دډسمبر ۲۰۱۱ع

تبصره نسته

  1. هوتک صاحب !کوردي ودان چي دافغان کړیدلي ملت په غن غمجن خدای بخښلی حدادصاحب دي یادکړ،ارواښادواقعادخپل ولس لپاره ډیرخدمتونه کړي دي آن ترمرګه یې دقلم په تېره خونیاومنه ژبه دهیواددمیرڅمنوپرضدخپل جهادجاري وساته ،هسک څښتن دي خپله رضاورپه برخه کړي اوکورنۍ ته دې صبرجمیل اودخپل مرحوم مشرپه نقش قدم تګ نصیب کړي امین