کور / هراړخیز / هغه وروستی فساد هم راباندي وسو

هغه وروستی فساد هم راباندي وسو

د افغانستان د غلامي او د فساد څخه د ډکي «ادارې» مشر جلالت مآب حامد کرزي ويلي دي چي ايساف دي په عاجله توګه په افغانستان کي د شپې عمليات ودروي. د نوموړي وياند اېمل فيضي د سه شنبې په ورځ و رسنيو ته وويل چي «دغه عمليات د افغانستان په خلکو کي ويري راپيدا کوي.».


دا لومړی ځل ندی چي ښاغلی کرزی پر ايساف د شپې د عملياتو د درولو ږغ کوي. دغه قدرمن چي ځان ته د ټاکل سوي ولسمشر او افغانستان ته د خپلواک هيواد خطاب کوي يا خو په پخپله د نړۍ څخه بېخبره دی او يا داسي فکر کوي چي هغه ملت بېخبره دی چي دی او د ده د څلويښتو غلو ډله ورباندي مسلطه کړل سوې ده.


دغه محترم چي اداره يې د جاسوسانو، غلو، ډلييز جنسي تېری کوؤنکو، شرابيانو، بنګيانو، ډل وژونکو، خپلو خوېندو او مېندو ته پخپله بې ناموسي اړؤنکو، د ژوندي انسانانو په سرونو کي ميخونه ټوبونکو او و اسلام انسانيت او افغانيت ته پېغور جوړېدونکو څخه جوړه ده، د هغه چا څخه د شپې د عملياتو د درولو غوښتنه کوي چي دی يې پر ټانک ناست افغانستان ته راوستلی او د آن د خوراکو مصارف يې لا ورکوي.



د حامد کرزي د سه شنبې په غوښتنه کي نور څه نوې خبره نه وه. بس يو د «عجلې» يا «په سمدلاسه توګه» لغتونه پکښي اضافه کړل سوي ول. هغه ولي؟ هغه پدې وجه چي اوس هغه څه رامنځ ته سوه چي زياتو کسانو يې وړاند وينه کړې وه او ټول ورڅخه بېرېدل. هغه دا چي بهرني عسکر د افغان مور او خور ته لاس واچوي او په ژوند خو پرېږده د شهادت وروسته يې لا هم بې عزته کړي. د نور تفصيل لپاره لطفا دغه خبري ويډيو ته پاملرنه وکړئ.



هغه کسان چي د امريکايانو لخوا د افغانستان پر وزارتونو، رياستونو او ولايتونو ماموره کړل سوي دي په بشپړه توګه پدغه او زرګونو نورو ناورينونو کي پړن دي. ټوله هغه کسان چي د امريکايانو لپاره جاسوسي کوي، ترجماني کوي او يا يې له بلي لاري ملاتړ کوي پدغه او نورو ټولو ناخوالو کي د امريکايانو سره سم برابر پړن دي . هغه کسان چي په افغانستان کي د امريکايانو د پاته کېدلو او ستراتيژيک تړون غوښتونکي دي، هغه کسان چي پر خوله يې لاسونه ټينګ نيولي او کاڼه او ړانده دي هغه پدغه قضيه کي  برابر پړن دي.


ښايي بعضي نادانان دا فکر وکړي چي خير زما ناموس خو تر لسو پردو شاته پټ دی. نه داسي نده. هغه درې مېندي او خوېندي چي پدغه پېښه کي شهيداني سوي او ورته سپکاوی سوی او يا هغې نوري چي هره شپه او ورځ د اشغالګرو لخوا تلاښي کيږي، هغه ټوله زموږ خوېندي او مېندي او زموږ ناموس دی.




الله تعالی دي موږ ژر تر ژره د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له شره خلاص کړي. الله دي هغو کسانو ته چي د خپلو مېندو او خوېندو د توحين کوؤنکو سره ګډ کار کوي هدایت وکړي. که يې خبره تر هدايت تېره وي نو الله دي ورباندي داسي مځکنی او آسماني عذاب نازل کړي چي تر آخرته پوري يې برخليک د نورو لپاره لوی عبرت وي.


آمين

تبصره نسته

  1. اڅکزی صاحب داخبري ټول ولس ته څرګندي دي، داسي لیکنه دي کړې ده چي نن به دډېرو قوم پرستانو بد درڅخه راغلي و ي. زما ترخوله هم کله ناکله داسي یوه خبرووزي خو سمدستي دغلام ریس جمهور قومیان په خوله کي راچرخی سي. مرګ پرغلامانواودغلامانوپر پیروانانو. امین

  2. څو وخته مخکې مې له ځینو ملګرو سره چې په خارج کې اوسیدل د افغانستان په هکله بحث وکړ. دوی د طالبانو طرفداري کوله. ما ورته وویل چې ایا تاسې به د طالبانو د حکومت لاندې ژوند وکړئ نو دوی وویل چې نه دوی د طالبانو د لاس لاندې ژوند نشي کولای . نو ما ورته وویل چې دا خو یو ډول منافقت Hypocrisy ده چې تاسو د ځان لپاره هوسا ژوند غواړئ او د نورو لپاره د تیارو ژوند. اوس په ډیرو خلکو کې دا شی وینم. موړ د وږګي په حال څه خبر دی. ما خو د طالبانو د حکومت لاندې ژوند کړی نه مې په شهرنو کې د پنجابیانو او ای ایس ای مرکزونه هیر شوي او نه مې د عصري علومو څخه د طالبانو کرکه. نه مې هغه بې منطقه او جاهله طالبان هیر شوي چې افغانستان یې د تورو تیارو خوا ته بوولو او نه هغه افغانستان چې د یو تیلیفون لپاره به پاکستان ته تللو .
    هر هغه څوک چې طالبان د آی ایس آی ګوډاګیان نه بولي هغه په غلطه دي. او هر هغه پښتون چې د طالبانو طرفداري ددې لپاره کوي چې طالبان پښتانه دي هغه هم په غلطه دی. هغه د نیشنلیانو خبره چې ګلبدین د پښتنو کمیس وویست او طالبانو یې پرتوګ وویست. په سلګونو ښوونځي یې د پښتنو په سیمو کې وسوزول او په لکونو پښتانه د دوی په وجه له زده کړې مرحوم دي.
    زه د امریکا په طرف نه یم خو اوس باید سوچ وکړو چې څه شی زمونږ د ملک په ګټه دي داسې نه چې له امریکا نه یې واخلو او پاکستان ته یې ورکړو او دا لږ څه چې جوړ شوي دا هم لکه د مجاهدینو د پاکستان په لمن کې ور واچوو.
    په آخره کې هغه زمونږ د کلي په اصطلاح د لیوني خبره چې والله که یې په دې دعاګانو ټر وهې. ترڅو چې دې کار نه وي کړی همداسې به شاته پاتې یې. مونږ په دعاګانو سړکونه او ډیمونه جوړوو او خلک یې په کار جوړوي. مونږ هر څه دعاګانو ته پریښي ځکه خو مو دا حال دی د زده کړې او کار لپاره ناراسته یو خو د دعا لپاره مو شپه او ورځ لاسونه اوږده کړي وي. خدای ج خو عادل دی هر هغه څوک چې زحمت باسي راحت ورکوي.

  3. اڅکزی صاحب کوردي ودان ،بچیان دي لویان !واقعاواقعیت دي لیکلی دی ،خدای (ج)دي نوروقلموالوته هم زړه ورکړي چي همداډول واقعیتونه څرګنداوخپل مسؤلیت اداکړي .حریت دهرملت دبدن زړه وي =که دانوي هم ملت مري هم بقامري ،ارواښادعلامه رشاد

  4. اڅکزی صاحب کوردي ودان ،بچیان دي لویان !واقعاواقعیت دي لیکلی دی ،خدای (ج)دي نوروقلموالوته هم زړه ورکړي چي همداډول واقعیتونه څرګنداوخپل مسؤلیت اداکړي .حریت دهرملت دبدن زړه وي =که دانوي هم ملت مري هم بقامري ،ارواښادعلامه رشاد

  5. آمين
    قدرمن اڅکزی صاحبه الله دي ساتنه وکړه، چي د بدو خلکو سره دي دښمني شروع کړېده. کاشکي زموږ ټولو ليکوالانو داسي رشتيا خبري کولای.
    اجمل ستانکزي ورور ته،
    تاسو ته فکر کول پکار دي چي پداسي يوه جدي موضوع کي دومره نامناسبه تورونه لګوئ. تاسو په غېرمستقيمه توګه د دغې مقالې پر دروند او مسلمان ليکونکي د منافقت تور لګولی دی. ايا تاسو په خبر ياست چي منافق څوک دی؟ که تاسو پدې لړ کي و قرآن پاک او احاديثو ته مراجعه وکړئ نو به خامخا پر خپله تبصره او تور پښېمانه سئ، پدې شرط چي تاسو قدرمن پخپله منافق ونه اوسی.

  6. سلطان محمد ته:
    زه الحمدلله مسلمان یم او په مهاجرت کې لوی شوی یم. اسلامي زده کړې مې هم کړي. خو خبره دا ده چې تر څه وخته پورې به مونږ غولیږو. ما چې مثال درکړ ما پکې دروغ نه دي ویلي. ته لږ له هغه افغانانو نه چې په غرب کې اوسیږي او د طالبانو طرفداري کوي پوښتنه وکړه چې آیا دوی به د طالبانو لاندې ژوند وکړي او که نه؟ بیا ماته ووایه چې زه منافق یم که نه. تا را ته هسې لدې لیکوال نه پیغمبر جوړ کړ.
    زمونږ غټه غلطي دا ده چې مونږ هر څه په ړندو سترګو منو او پوښتنه نه کوو چې ولې؟ که یو څوک مونږ ته عربي ووایي مونږ هغه د قران ټکي ګڼو او هغه په سر خیژوو خو له دې ډاره چې کافر نه شو ولې نه وایو او نه سوچ پرې کوو. هغه د پنجابیانو خبره چې وایي پښتانه اول کار کوي او بیا سوچ کوي.
    دې لیکوال خو د غربي خارجیانو ظلم ته اشاره کړې خو د شرقي خارجیانو ظلم چې د دوی تر ظلمه څو چنده زیات دی هیڅ نه دي ویلي او نه یې وایي.
    په آخر کې باید دا ووایم چې مومن له یوه سوري نه دوه ځل نه چیچل کیږي. آي اس آي د اسلام په نامه د طالبانو پواسطه یو ځل چیچلي یو هماغه مو بس ده. راځئ چې نور د اسلام په نوم خپل ملک وران نه کړو او هغه څه وکړو چې څه مو د خپل وطن په ګټه وي نه د امریکا، پاکستان او یا کوم بل اسلامي او غیر اسلامي ملک په ګټه.

  7. سلامونه ملګرو او آمین ..مننه احمد ولی اڅکزی صیب ستاسو د لیکنی نه ، خو زه حیران یم چی ولی ځینی افغانان داسی فکر کوی که څوک د اسلام خبره وکړی او یا د خپلواکی دوی یی سم د لاسه له آی ایس آی او پاکستان سره تړی ؟؟؟ اسلام د پاکستان میراث ندی ، مونږ افغانان مسلمانان یو او اسلام مو یواځنی د خلاصون لاره دی . هغه ځوانان چی د نورو په بد مرغی کی د ځان لپاره خلاصون وینی او دا نه احساس کوی چی په بی وزله او په لیر پرتو سیمو کی په بی ګناه افغانانو هره شپه څه تیریږی بس دومره ورته وایم چی نن په ما سبا پر تاسو دی کومه خبره ندی چی ته په اروپا یا امریکا کی اوسی خو شرم ندی چی د ځان د خلاصون په خاطر د خپلو خویندو ، وروڼو او میندو په وژلو او ترټلو سترګی پټوو،، کرزی که ریښتیا ولسمشر وی بهتره دی ځان ووژنی له دی چی داسی خبر د یو مسلمان په حیث د اسلامی ټولنی نه واوری … قسم په هغه رب ج چی ژمنه یی کړی یهود او نصرا به مو دوستان نه شی خو په یو حالت کی کیږی لکه اڅکزی صیب چی ورته اشاره کړی .

  8. دوا موسه دنامي زامنو! داڅګزي صاحب دلیکني څخه موداندړ غزل جوړ کړه. چي تاسي پردایوه لیکنه نه سره موافق کېږي نوافغانستان به په ژوند نه سي جوړ . دا که راسره منی کې نه منی(کرزي دشاشجاع یادونه بیا راتازه کړه) دومره بې غیرته ریس جمهور مي دافغانستان په تاریخ کي ولاکه لیدلی دﺉ، کفار یې هغه ولس چي ده ته یې رایه ورکړې ده وروژني او دي ورته وايي چي دا ودروﺉ. مرګ پرقوم پرستانو،مرګ دهیواد پرملي خاینانو، مرګ پرسمبولیک ریس جمهورانو. ژوندي دي وي دافغانستان ويښ لیکوالان!!
    نصرت الله ترکی

  9. په ډېر درنښت، وای چې اوږه ونه خوري له خولې دې بوی نه ځي دا خو ټولو ته معلومه ده چې زمونږ ځینې جاهله، انپړه، مور او پلار ها کړې ځوانان د طالب او یا د ملا په نوم باندې زمونږ ډیری بی ګناه پښتانه د مرګ کومې ته استولې او دا هرڅه دوی د پنجابي دالخورو په سلا باندې کوي( زمونږ په سیمه کی یو سړک جوړیده تیر اوری یی چارې پیل شوي خدای شته د سړک په جوړیدو باندې د سیمی خلکو په مخونو مسکا خوره شوه خلک ډیر خوښ وو او ټولو به ویل که اوس چیری کوم ناروغ راپیدا کیږي نو ډیر ژر به روغتون رسول کیږي خو د طالب په نوم باندې کسان سیمه کی راپیدا شو طالبان ټول انپړه چرسیان بنګیان او فاحشه ځوانان وو دوی بیا د شرکت څخه غوښتنه وکړه که چیری مونږ ته دې په دومره ورځو کې ۱۰۰۰۰۰ ډالر راونه استول نو مونږ ستاسو ټول ګاډی وسوځوو همداسې وشول دوی پیسې په خپل مهال ورونه رسولې هرڅه یی ورته وسوزول اوس دا راته ووایه چی پنجابیان دې موټروې جوړوې او ماته باندې یو ۶ متره پوخ سړک نه لوریږي اسلام غواړو خو د طالب په جامو کې نه د اسلامی نړۍ د ځینو هیوادونو په څیر اسلام غواړو نه د پنجابی دالخورو او پاتې شوه د امریکایانو بمبارۍ چې څوک وژني دا ټول ماته ورته شیطاني کوو خپل تربور پرې وژنو خپل ورور پرې وژنو پدې کې هم ته ملامته یی او هم امریکا او هم زمونږ ولسمشر تیروتنه ما او تاته راجع کیږي چې د یو بل شیطاني استخباراتو ته کوو او د خپلې کینی له امله خپل ورور او یا تربور پرې وژنو
    په درنښت
    نور قومونه ایتلافونه جوړوي او مونږ تاسو پښتانه د یو بل پښې وهو الله مو هوښیا کړه

  10. د ښاغلي احمد ولی اڅکزي لیکنه پر واقعیتونو او تر خو حقایقو متکی ده . دا چی ځینی کسان په دانسته یا ندانسته ډول هغه بل لور ته کشوی د هغوی په منفی بافۍ ، کچه بحثۍ او خاصی جناح ته په وابستګۍ پوری اړه لری . په فارسی کی متل دی چی وایی « ده کجا درختها کجا» ، دلته هم اڅکزی صاحب څه وایی او حاسدان څه وایی! خو موږ باید دې ټکی ته عمیقأ متوجه سو چی هر څوک خپل نظر لری او باید احترام یې وسی خصوصأ که هغه په ارقامو او شواهدو سره وی لکه دغه له حقیقته ډکه لیکنه .
    زه د اڅکزي صاحب هره لیکنه په ډیره مینه لولم بلکی ډیر لوستونکي او مینه وال لری، او هره لیکنه یې د همدغسی ترخو حقایقو څخه ډکه وی . نو لوی الله دی د احمد ولی اڅکزي غوندی بادرده او با احساسه مسلمان ته نور توفیق هم ورکړی چی حاسدان ښه پسی تجرید کړی.
    ( ن . صمد )