کور / کتاب / شپږ ټوکه بېلابېل کتابونه تازه له چاپه راووتل

شپږ ټوکه بېلابېل کتابونه تازه له چاپه راووتل

په نېږدې څو ورځې کي په کوټه کي ولسي خپرندویې ټولني شپږ ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ کړي .
۱- په افغانستان کي د اسلام نفوذ او ظهور :
دا د نومیالي مؤرخ او لیکوال اراوښاد غلام غبار اثر دی چي اراوښاد استاد ګل پاچا الفت (رح) ژباړلی دی .په رنګه پښتۍ او ژېړ وزمه اخباري کاغذ چاپ شوی .
۲- راشیده خلفه ګان :
دا د صدر اسلام او د رسول الله (ص) د څلورو نیږدې صحابه کرامو (حضرت ابوبکر صدیق «رض»،حضرت عمر فاروق «رض»،حضرت عثمان بن العفان «رض» او حضرت علي «ک») پر سېرت،تاریخ ،فتوحاتو، ژوند پېښي او اقوال په اړه بېل-بېل څلور کتابونه دي،چي نوماند اسلامي عالم او لیکوال شاه معین الدین ندوي «رح» لیکلي او تنکي ځوان وصېل پېروز ژباړلي دي. څلور واړه کتابونه په ښه کیفیت، رنګه پښتۍ او معیاري کاغذ چاپ دي.
۳- د ستورو په درشل کي :
دا د احمدشاه بابا ، عبدالرحمن بابا،خوشحال بابا،حمید مومند او حنان بارکزي د شعرونو غورچاڼ دی،چي احمدالله ویسا تدوین کړی . کتاب ټولټال (۲۰۴)مخه لري او په پای کي ورسره ویېپانګه هم مل ده.