کور / تازه خبرونه / د وسله والو په يوه بريد کي يو باندنى عسکر وژل سوى

د وسله والو په يوه بريد کي يو باندنى عسکر وژل سوى

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبرته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د وسله والو په يوه بريد کي د دوى يوه عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړى دئ.
دغه خبرپاڼه چي د افغانستان پر وخت د شپې پر ٠٩:٣٩ بالا لراوبر ته را استول سوې پکښي ليکل سوي چي بريد د افغانستان په ختيځ کي پر باندنيو عسکرو سوى .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر هويت او د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه کړى .
د يادوني وړ ده چي طالبانو په غزنى کي د بيارغوني د ولايتي ټيم پر يوه مرکز د بريدونو ادعا کړې خو تر اوسه نه ده څرګنده سوې چي آيا وژل سوى باندنى عسکر دي په دې بريد کي له منځه تللى وي او که په کوم بل بريد کي.