کور / تازه خبرونه / کندهار:چارواکي د مخالفینو شمېر معلوموي

کندهار:چارواکي د مخالفینو شمېر معلوموي

په کندهار کې د مخالفينو د لا ځپلو لپاره د هغوئ شمېر معلومولو ته اړتيا ده

د کندهار امنيتي چارواکو د ټاکنو د امنيت د ارزيابې په يوې غونډې کې ويلي، چې په جنوب کې د مخالفينو د ځپلو لپاره بايد تر هر څه وړاندې د هغوئ دقيق شمېر معلوم سي.

که څه هم په کندهار کې وړاندې د مخالفينو د ډلو او ګروپونو د شمېر په اړه معلومات امنيتي ارګانونو تر لاسه کړي وه، خو د هغوئ په وړاندې د سختو عملياتو او کلونو – کلونو تېرېدو وروسته هم عملياتي پلانونه د تېرو ارقامو مطابق جوړېږي.

امنيتي چارواکي د تېرو ارقامو مطابق د عملياتو ترسره کېده د زياتو لګښتونو د کولو، د زياتو سرتېرو او تابياوو د لېږولو په برخه کې بې معنى کار بولي.

د کندهار امنيه قوماندان او د دريم سرحدي زون درستيزوال بريدي جنرال عبدالرازق همدغه خبره کوي او زياتوي، چې لومړى بايد د مخالفينو شمېر معلوم او بيا دي د هغوئ په وړاندې عملياتي پلان جوړ سي.

امنيه قوماندان يو ځل بيا ټېنګار وکړ، چې افغان ځواکونه د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره لا پياوړي سوي او دلته راغلي امنيت ددې ښه څرګندويي کوي.

د کندهار دغه لوړپوړى مقام، چې په جنوب په کچه د اپراتيفي مشر په توګه هم دنده لري وايي، چې وسله وال مخالفين کوښښ کوي، چې د ډېورنډ کرښې د ها غاړې څخه د حالاتو د ګډوډولو هڅې وکړي، خو دغه هڅې به يې شنډې کړي.

امنيه قوماندان وويل، چې اوس وسله وال مخالفين هم غواړي، چې سوله وکړي او د دولت سره يې اړيکې نيولي دي او دغه اړيکې د تېرو لسو کلونو په څېر د معاملو په ډول نه دي.

په همدې مهال د سویل لویدیځ زون لپاره د ایساف قوماندان تورن جنرال لکامرا وايي، چې افغان ځواکونه د وسله والو مخالفينو په پرتله د جګړې پر مختللي امکانات لري او بايد هغوئ نور هم نابود کړي.

دده په وينا، چې دمګړى په څلور ولايتونو کې ٤٥ زره افغان او پنځه زره بهرني ځواکونه سته، چې د مخالفينو د کم واک کولو لپاره مهم رول لوبولاى سي.

(( افغانستان د تاريخ په مهم پړاو کې دى او زموږ راتګ هم يو تاريخي پېښه ده، چې د افغانانو د مرستې لپاره سوې ده، موږ په څلورو ولايتونو کې ٤٥ زره افغان او پنځه زره بهرني سرتېرو لرو، موږ هغه امکانات لرو، چې مخالفين يې نه لري، چې تر ټولو مهم يې هوايي بمباري ده، دا امکانات مخالفين په اسانۍ سره کم واکه کولاى سي.))

په جنوب کې د ايساف قوماندان ټېنګار کوي، چې افغان ځواکونه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د امنيت د ټېنګښت وړتيا لري، خو که اړتيا وي ايساف ځواکونه چمتو دي، چې د جګړې په ليکو کې د هغوئ سره برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان ويلي وه، چې د بهرنيو کړيو د ناامنيو زيات تمرکز د کابل زيات پر کندهار دى، ځکه دغه ولايت د مخالفينو پايتخت وو او هغوئ يې د بيا لاسته راوړلو هڅې کوي.

د ورکړل سويو ارقام له مخې د بهرنيو استخباراتو ادارو په مرسته دلته د پسرلي په موسم کې مخالفينو ته هدف ورکړل سوى وو، چې د جنوب په هر ولايت کې يوه – يوه ولسوالۍ ونيسي او ددې لپاره يې په هرې مياشت کې هغوئ ته د څلور څخه تر پنځو لکو ډالرو تخصيص ورکړى وو.