کور / تازه خبرونه / اروزګان:شپږ پولیس وژل سوي

اروزګان:شپږ پولیس وژل سوي

په اروزګان کې د سړک غاړې چاودنې شپږ پوليس ووژل

د افغانستان په سويلي ولايت اروزګان کې د سړک غاړې ماين چاودنې لږ تر لږه پنځه پوليس وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
دغه چاودنه تېره شپه اته بجې د چارچنيو ولسوالۍ په ځنګله سيمه کې سوې ده.
د چارچينو امنيه قوماندان ولي داد وايي، چې د پوليسو رنجر موټر خپلې پوستې ته روان وو، چې چاودنه پرې وسوه.
هغه زياته کړه، چې د چاودنه له امله د پوليسو موټر په بشپړ ډول له منځه تللى او پکښې سپاره پنځه پوليس وژل سوي او يو بل ټپي سوى دى