کور / تازه خبرونه / کندهار:په بیلابیلو پیښو کي ۵وسلوال وژل سوي

کندهار:په بیلابیلو پیښو کي ۵وسلوال وژل سوي

په کندهار کې د جلا – جلا پېښو پر مهال پنځه وسلوال وژل سوي دي

افغان امنيتي ځواکونو په کندهار ښار او ولسواليو کې د جلا – جلا عملياتو پر مهال لږ تر لږه پنځه وسله وال مخالفين وژلي دي.

دغه عمليات په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د پوليسو له لوري ترسره سوي دي.

ددغه عملياتو په لړ کې لومړنۍ پېښه د شاوليکوټ ولسوالۍ په پاى ناوه سيمه کې سوې ده، چې پوليسو او وسله والو مخالفينو يو پر بل ډزي کړي دي.

د کندهار د پوليسو وياند ضيا دورانى وايي، چې په ياده پېښه کې څلور وسله وال وژل سوي او پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ددې سره په خوا کې يوه وسله وال مخالف د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې د پوليسو د عملياتو پر موټرونو بريد کړى او په ځوابي ډزو کې وژل سوى دى.

چارواکي وايي، چې ددې ترڅنګ يې په پنجوايي، ژړۍ او شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم عمليات کړي او پر مهال يې زياتې وسلې او چاودېدونکي توکي نيولي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دورانى وايي، چې په ترلاسه سويو چادېدونکو توکو کې زيات يې د سړک غاړې ماينونه دي، چې د مخالفينو له لوري ښخ سوي وه.

د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په لويه وياله سيمه کې دوو تنو د يوې مېرمنې د تښتولو هڅه کول، چې د پوليسو له لوري ونيول سول.

که څه هم ځايي اوسېدونکي وايي، چې انجلي خپله د کوره تېښتېدلې ده، خو امنيتي چارواکي ياد کسان اختطاف کوونکي بولي.

ددغه پېښو په لړۍ کي پرون ماخستن يوې ډلې غلو د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې يوه کس څخه موټر اخيستى وو، چې وروسته د پوليسو له لوري د ميوند په بازار کې ونيول سو، خو غله په تېښته بريالي سول.