کور / تازه خبرونه / کندهار والي: نړيوالو ته د افغانستان اړتياوي ناسمي تحليل سوي

کندهار والي: نړيوالو ته د افغانستان اړتياوي ناسمي تحليل سوي

کندهار والي پوهاند توريالى ويسا وايي، چي په تېرو ١٣ کلونو کې د افغانستان لپاره د مرستو لپاره راجلبولو د سر چارواکو ددغه هېواد اړتياوې په هغه ډول نه دي وړاندې کړي، چي دلته ضرورت ورته سته.

هغه، چي د تلوکان خبرې پاڼې سره يې په يوې ځانګړې مرکه کې خبرې کولې پر ځينو وزيرانو هم نيوکې وکړې، چي کندهار ولايت ته يې د خپل ماموريت پر مهال کمه پاملرنه کړې ده.

دى وايي، چي مرسته کوونکو ادارو ته د همدغه وزيرانو له لوري د افغانستان اړتياوې سمې نه دي تحليل شوي، چي له امله يې مرسته کوونکو ادارو په داسې کارونو خپلې پيسې ولګوې، چي دلته يې اړتيا ډېره کمه وه.

دده په وينا، چي ددغه پروژو قراردادونه هم په مرکز کې د ځينو خاصو شرکتونو سره په خپلسري ډول لاسليک شوي، چي پر د کيفيت تر څنګ يې د هغې پروژې پر موثريت اغېزه کړې ده.

کندهار والي نړيوالو ته د وزيرانو لخوا د افغانستان د سم نه معرفي کېدو له امله ، چي هره موسيسه او مرسته کوونکي راغلي دي، دلته يې ميليونه ډالر په داسې شيانو مصرف کړي دي، چي تر هغه کار خلک د نورو ستونزو حل غوښتى.

هغه وويل : ( دغه وزيران، چي بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان په استازيتوب تللي، او ددې هېواد د راس کسانو په توګه ټاکل شوي دي، حتى د خپلو خلکو د اړتياوو سم برداشت نه شي کولاى، چي امله يې دلته د پروژو د تطبيق موثريت کم کړى دى.)

والي زياته کړه، چي تر خپله وسه يې دغه خبرې تر ولسمشر حامد کرزي، د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو او ايساف سره شريکې کړي، خو هغوئ هلته هوکړه کوي او په عملي ډګر کې هيڅ نه وي.

دده په وينا، چي وزارتونه هم کندهار ته پاملرنه نه کوي : ( وزير، چي يوه ورځ کندهار ته راشي، نو پرته له دې، چي د خلکو سره وويني، ولسواليو ته ولاړ وشي، ولا طياره ما ناوخت شد، مير بخيرم، خبرې کوي، په داسې حال، چي هغه يوه ورځ په ولايت کې نه شي پاته کېداى، نو اقدام به څه وکړي.)

په کندهار د ٢٠١٤ کال تاثرات

که څه هم د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کې د ٢٠١٤ کال په اړه د خلکو اندېښنې وې، خو کندهار والي دغه کال يوازې ارقام بولي او زياتوي، چي دغه تشويشونه د ځينو خلکو له لوري په قصدي ډول په ټولنه کې خپرېدل.

هغه د خپلې مرکې په جريان کې ٢٠١٤ کال راتګ د بې روزګارۍ په برخه کې اندېښمونکي بولي، خو په خبره يې ورسره سم خصوصي سکتور پانګه ونه ډېره کړې ده: ( څو اوونۍ مخکې موږ په صنعتي پارک کې ٤٠ بېلا – بېلې توليدي فابريکې پرانيستلې، ددې څخه ښکارې، چي خلک تشويش نه لري او خپله پانګه ونه کوي.)

ښاغلي ويسا د بې روزګارۍ په برخه کې د بهرنيو ځواکونو د مالي مرستو او نورو سرچينو څخه د سمې ګټې نه اخيستنې په برخه کې يو ځل بيا پر وزارتونو نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چي وزارتونو هغه پلان نه وو، چمتو کړى، چي دلته د بهرنيانو د وتلو وروسته بايد عملي شوى واى.

هغه وويل، چي افغانستان د نړيوالو مرستو راوړلو او د بهرنيو ځواکونو راتګ زرګونو کسانو ته په د کار زمينه برابره کړه، ترڅو د هغوئ د لوجستکي توکو، زده کړه ايزو چارو او نوروکارونو کې مصرف شي، خو اوس هغه ډله بې کاره ده.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام وويل، چي تر اوسه لا په دولتي اداره کې دومره ظرفيت شته، چي بې روزګاره شوي کسان په دندو وګماري، خو زيات دغه کسان نه يوازې مسلکي نه دي، بلکي زياتره يې په لوړو معاشونو اخيستلو سره اقتصاد برابر کړى دى.

دده په وينا، چي مخکې دوى مهم بستونو د ازادي سيالي لپاره وړاندې کول، خو څوک نه ورته راتلل، خو اوس په عادي بستونو استخدام سخت شوى دى، ځکه مراجعين يې زيات وي.

هغه ٢٠١٤ کال د افغانانو لپاره د زيات کار کولو او په هره برخه کې د جديت کال بولي او زياتوي، چي دغه کارونه بايد د مرکزې ادارې له لوري د تېر په شان نه وي.

ويسا وويل، چي په ولايتي کچه يې د کارموندنې لپاره يوه پراخ پلان چمتو کړى دى، خو که بيا هم اړوند وزارتونه ورسره همکارې ونه کړي، نو پايله به يې ښه نه وي.

کندهار والي زياته کړه، چي دغه پلانونه د پي ار ټي يا پخواني شرکت ميوې په سيمه کې د دولتي ادارو په ځانګړو ډول د پوليسو او اردو لپاره د ډوډۍ پخولو، اشپزي کولو او د نساجي فابريکې فعاليت دى: ( زه غواړم، هلته سل نانوايانې جوړې کړم، چي ښځې پکې کار وکړي، د خرڅولو منابع يې هم ورته پيداکوم، هغه قراردادونه، چي اوس يې ملي اردو او پوليسو د نورو ځايونو سره لري، ددغه ځاى سره کېږي، په هره څو ورځو کې د ولايت مقام له لوري د غونډو پر مهال ٢٠٠ نفرو ته ډوډۍ به هم له دغه ځايه رانيول کېږي.)

پوهاند توريالي ويسا نساجي فابريکه هم د کار موندنې په برخه کې د يوې مهمې سرچينې په توګه يادوي او زياتويو چي مخکې هلته په دريو وختونو کې تر ١٥ زره زياتو کسانو کاروه کاوه، توليدات يې درلودل، د شپيتو په شاوخوا کې ملي بسونو مامورين وړل او راوړل او هم په نورو چارو کې خلک بوخت ساتل شوي وه.

هغه وويل، چي دغه پلان يې د مرکزې ادارې سره شريک کړى دى، خو هغوئ تر اوسه اقدام نه دى کړى.

د راتلونکو ټاکنو ډاډ او اندېښنې

د تلوکان خبرې پاڼې خبريال د کندهار والي پوهاند توريالي ويسا څخه د راتلونکو ټاکنو په اړه د ډاډ او اندېښنې پوښتنه وکړه.

هغه په ځواب کې وويل، چي اوس مهال په دغه ولايت کې ٢٤٤ د رايي ورکولو مرکزونه شته، چي له ډلې يې ١٧ څو مياشتې مخکې د لوړ تهديد سره مخ وه.

دده په وينا، چي دغه تهديدونه د افغان ځواکونو د پر له پسې او سختو عملياتو په پايله کې پنځو ته کښته شوي او د ټاکنو تر ورځې پورې به بشپړ په امنيت کې وي.

کندهار والي پوهاند توريالي ويسا وويل، چي دغه راپورونه امنيتي چارواکو ورکړى دى، چي پکې يوازې د رايي د مرکزونو امنيت پکې شامل دى: ( موږ د ټاکنو په برخه کې هغه تضمين نه دى اخيستى، چي يو څوک د کور څخه مرکز ته راځي او په لاره کې د ماين ښکار ګرځي، خو بيا هم خپله هڅه کوو، چي دغه چاره هم سمبال کړو.)

هغه وويل، چي تر ډېره يې د امنيتي حالت د جاج اخيستلو لپاره ولسواليو ته سفرونه کړي دي او هلته په بشپړه ډول د ټااکنو لپاره زمينه برابره ده.

والي د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان، موشان او زنګاوات د سيمو يادونه وکړه، چي مخکې يې چا نوم نه اخيست، خو اوس پکې امنيت ډاډمن دى او په وينا يې مخکې خپله په طياره کې هلته تلى، خو اوس په موټر کې ځي.

ښاغلي ويسا په ټاکنو کې د خلکو په برخه اخيستلو ټېنګار وکړ او د يوې ډيموکراتي ټولنې لپاره يې د هېواد د ولسمشر د سم د انتخاب لپاره د هر کس رايه مهمه ياده کړه.

هغه پر وسله والو مخالفينو هم ږغ وکړ، چي ددغې پروسې د خنډ پر ځاى دى د حزب اسلامي پر قدم – قدم کښېږدي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

ويسا د ولايتي شورا او ولسمشريزو نوماندانو څخه غوښتنه وکړه، چي په ډاډ زړه په کندهار ښار او ولسواليو کې کمپاينونه وکړي، ځکه دوى يې د امنيت تضمين اخيستى، خو شرط يې کښېښود، چي بايد امنيتي چارواکي په جريان کې کړي.

د ښاغلي ويسا وروستۍ وړانديز دا وو، چي د دولت مامورين بايد په کمپاينونو کې برخه وا نه خلي او د ټاکنو خپلواک کمسيون بايد خلکو ته د رايي د ارزښت په اړه پوهاوى ورکړي.