کور / تازه خبرونه / د ١ وسله وال او وسلو د نيولو خبر ورکړل سو

د ١ وسله وال او وسلو د نيولو خبر ورکړل سو

افغان ملي امنیتي ځواکونو دوې ورځي وړاندي په پنجوايي ولسوالي کي یو وسله وال کس نیولى، چي د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کي یې د وسلو او مهماتو د يوې زېرمي اعتراف کړى او امنيتي ځواکونو تېره ورځ ماځيګر مهال د وسلو دغه زېرمه لاسته راوړې ده.
امنیتي ځواکونو لوموړى وسله وال طالب، د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته دې ته چمتو کړى چي نوره وسله کښېږي او له ورانکارو کړنو څخه لاس واخلي. خو د پوښتنو په ترڅ کي يې د يادې زېرمي اعتراف کړى دى.
افغان امنیتي ځواکونو ته د وسلو په دغه زېرمه کي يو میل دوه اتيا ملي متره توپ، يو میل راکټ، دوه میله کلاشینکوفونه، درې دانې لاسي بمونه، ۱۱ فیره د غټ هاوان او درې فیره د کوچني هاوان مرمۍ، پنځه دانې کشفي مخابرې، ۱۱ فیره د بمي افګن مرمۍ، اووه دانې د مخابرې انتنونه، ۱۴ دانې د هاوان سرګولولې، ۱۲ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او دوه دانې بېلره چي د ماینونو د کانچو، پټاکیو، سانیه سوز لینونه او یو شمېر نور توکي د مشان کلي په يوه کور کي په لاس ورغلي دي.
په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.