کور / تازه خبرونه / په ژړۍ ولسوالۍ کي ښوونځۍ پرانیستل سوې

په ژړۍ ولسوالۍ کي ښوونځۍ پرانیستل سوې

د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي دوه ابتدائيه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سول.

ياد دوه ښوونځي چي له درو کالو راهيسې د ناامنيو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل سوي ول، نن رسماً د پوهني رياست او د دې ولسوالۍ د سپين ږيرو په همکارۍ او هلوځلو يو ځل بيا پرانيستل سول، چي له پرانيستني سره سم ٣٦٥ تنه زده کوونکو په خپلو زده کړو پيل وکړ.

په ژړۍ ولسوالۍ کي پرانيستل سوي ښوونځي د يادي ولسوالۍ په سبلغي او نلغام کليو کي يو ځل بيا فعال سول.

د يادي ولسوالۍ اوسېدونکو د دغو ښوونځيو له پرانيستني سره خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چي دا د ولسواليو لپاره اساسي خدماتي کار دى. دوى دغه رنګه يادونه وکړه چي د ناامنيو له کبله به پاته تړل سوي ښوونځي هم ډېر ژر پرانيزي.

ژړۍ ولسوالي ٣٢ ښوونځي لري چي ١٨ يې فعال او ١٤ نور يې غيرفعال دي. په فعالو ښوونځيو کي دوې لېسې، شپږ منځني او اته ابتدائيه ښوونځي دي، چي اوسمهال د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.