کور / تازه خبرونه / کندهار:د محمد نادر نعيم په ملاتړ غونډه وسوه

کندهار:د محمد نادر نعيم په ملاتړ غونډه وسوه

دکندهار يو شمېر اوسیدونکو د يوې غونډي پر مهال د کاندید محمد نادر نعیم له کاندیداتورۍ ملاتړ اعلان کړ
نوموړي چي د شنبې په ورځ کندهار ولایت ته راغلی وو دلته يي په جوړه سوې غونډه کي له کندهاریانو وغوښتل چي دده د کورنۍ د مشرانو د قرباني په نظر کي نيولو سره هغه ته رايه ورکړي

په دغه غونډه کي ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید محمد نادر نعیم خلګو ته د خپلي ټاکنیزو موخو د بیانولو پر مهال وویل که چيري کامیاب سي نو د خپلي کورنۍ د مشرانو محمدظاهر شاه او سردار محمد داود خان په څير به افغانستان ته خدمت وکړي.
هغه له کندهاریانو وغوښتل چي دده د کورنۍ د مشرانو د قربانیو په خاطر دي دده رایه ورکړي
په ورته وخت کي یوشمېر قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال له نادر نعیم څخه ملاتړ اعلان کړ
او هغه يي د افغانستان په اوسنیو حالاتو کي يو وړ کس وباله
باید وويل سي چي تر دې مهال د ولسمشري کاندیدانو له ډلي يوازی ګل اغا شیرزي او محمد نادر نعيم کندهار ولایت ته سفرونه کړي او خلګو ته يې خپل ټاکنیز اهداف او موخي وړاندي کړي دي.