کور / تازه خبرونه / کندهار:بې کیفیته خوراکي توکي یو لوی ګواښ

کندهار:بې کیفیته خوراکي توکي یو لوی ګواښ

بې کيفيته خوراکي او د چښاک توکي په کندهار کي په يو ګواښ بدل سوي
د کندهار د عامي روغتيا رياست په دغه ولايت کي د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د زياتوالي اندېښنه ښيي او په دې برخه کي خلک پام کولو ته بولي.
چارواکي وايي، چي دوى هر کال په کندهار کي هر کال تر ٢٠ ټنه زيات خوراکي او د چښاک د توکو په ګډون دارو درمل د ناسم کيفيت او تېر تاريخ له امله سوځي، خو بيا هم دغه توکي په پرېمانه توګه هېواد ته واردېږي.
د بې کيفيته او خرابو خوراکي او درملو وارداتو نه يوازې خلک ناروغان کړي، بلکي اقتصادي زيان يې هم تر اندازې وتلى دى.
که څه هم مخکي داسې راپورونه وه، چي دغه توکي د کمېشکارانو په مټ د ګمرک د لارې کندهار ته واردېږي، خو اوس معلومات ښيي، چي هلته يې کنټرول او څار سخت سوى دى.
خو د کندهار د عامي روغتيا رياست لا هم په دې اړه اندېښمن دى او زياتوي، چي بې کيفيته درمل، خوراکي توکي او د چښاک توکي دوى ته لوى ګواښ پېښ کړى دى.
ددغه رياست مشر ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، چي دغه توکي زيات بې کيفيته وي، چي اوس په نورې نړۍ کي يې څوک نه اخلي، ځکه د ګتې پر ځاى يې زيان ډېر وي.
هغه زياته کړه، چي دغه توکي د کندهار په بازارونو کي تر ٣٠ قلمه زيات دي، چي ډېر د چښاک په برخه کي دي، لکه نوشابې، کوک او نور توکي، چي د نړۍ په نورو هېوادونو کي څوک نه استعمالوي، خو دلته يې رانيونکي بې شمېره دي.
ښاغلي پخلا وويل، چي ددغه توکو له امله په ميرويس روغتون او نورو روغتيايي مرکزونو کي د ناروغانو شمېر زرګونو ته رسېدلى، چي د مسمومېدو ترڅنګ په اسهالاتو او نورو ناروغيو اخته شوى دى.
په همدې مهال د کندهار د ګمرګ چارواکي وايي، چي د بې کيفيته توکيو او درملو د وارداتو مخه د تېر کلونو په شان نيول سوې ده.
ددغه رياست مشر سيد جمال هاشمي وايي، چي په ګمرک کي په هيڅ صورت چاته اجازه نه ده ورکړل سوې، چي دغه توکي بازار ته وړاندې کړي، خو په قاچاقي لارو لا هم يوه اندازه دغه توکي راځي.
د يادونې وړده، چي په کندهار کي نه يوازې د د درملو، چښاکو او خوراکي توکو کيفيت زيات ټيټ وي، بلکي د دغه توکو د ساتنې لپاره د عصري سټورونو نشتوالى ددې لامل سوى، چي دغه توکي ميکروبي او چټل کړي.