کور / تازه خبرونه / سږ کال په کندهار کي دوه ميليونه نيالګي کښېنول کېږي

سږ کال په کندهار کي دوه ميليونه نيالګي کښېنول کېږي

سږکال به د کندهار ښاروالۍ، زراعت رياست او خلکو په همکارۍ په کندهار کي دوه ميليونه نيالګي کښېنول سي.
د کندهار ښار په نوې عيدګاه کي کندهار والي، مرستيال والي، ښاروال او د زراعت رئيس رسماً د نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل کړه.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د نوي کال له رارسېدو سره خلکو ته د نيالګيو ايښودلو د مبارکۍ تر څنګ وويل، نيال ايښودنه په ټول افغانستان خاصتاً په کندهار کي ښه سابقه لري.
ويسا د کندهار پر خلکو ږغ وکړ چي د ښار په سمسورتيا کي دي ورسره مرسته وسي. ده وويل، د دولت تر څنګ دي خلک په خاص ډول ښوونکي هم نيالګي کښېنوي او تر وسه دي يې روزنه وکړي. ده د کندهار لپاره سرسبزي خورا مهمه وبلله او ويې ويل، نيالګي د هوا په تصفيه کي مهم رول لري.
کندهار ښاروال وويل، ښاروالۍ د زراعت رياست او خلکو په همکارۍ په کندهار کي د دوه ميليونه نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل کړى دى. ده وويل، يو ميليون نيالګي به په ښار او يو ميليون په ولسواليو کي کښېنوي. ښاروال د کندهار له خلکو غوښتنه وکړه چي د نيالګيو په روزلو کي دي تر وسه هڅه وکړي، ځکه د هيواد سمسورتيا د ټولو هېوادوالو دنده ده. ښاروالۍ له ګرين هاوس او شخصي سکټور سره د نيالګيو قرارداد کړى دى.
ښاروال وويل: “د ښار د ښکلا لپاره موږ او ښاريان دنده لرو چي د نيالګيو ساتنه وکړو، د دې ښار هر فرد بايد يو-يو نيالګى کښېنوي.”