کور / تازه خبرونه / کندهار:دښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

کندهار:دښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

د مارچ اتمه چي د ښځو نړيواله ورځ ده، د بشر حقوقو کمېسيون د غونډو په تالار کي جوړه سوه. په غونډه کي د کندهار والي تر څنګ يو شمېر سکټوري رئيسانو، د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون او يوناما مشرانو، د کوچنيانو او مدني ټولني مشرې ډاکټر رنګينې ويسا، د ښوونځيو استادانو او يو شمېر مېرمنو ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په غونډه کي ټولو افغان مېرمنو ته د دې ورځي مبارکي وويله او د دې تر څنګ يې وويل، دا ورځ بايد تر غونډو پوري محدوده نه سي، بلکي په دې ورځ مېرمني ږغ پورته کړي، تر څو د خپلو حقوقو دفاع وکړي او د دوى پر مخ پرتو ستونزو ته حللاري ولټوي. کندهار والي پر کندهارۍ مېرمنو ږغ وکړ، خپل حقه حقوق چي په اسلام او افغاني ټولنه کي يې لري، په خپله ترلاسه کړي او په پوره مېړانه دي د ژوند د سمون هڅي وکړي.
کندهار والي د خبرو پر مهال ومنله چي اوس هم د ښځو په وړاندي ډېري زياتي ستونزي پرتې دي، ښځي په اجباري ودونو کي ورکول کېږي، تعليم ته نه پرېښودل کېږي، خو د پخوا په پرتله ډېر مثبت تغيرات راغلي دي. ويسا وويل: “هڅه به مو دا وي چي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى له منځه يوسو او د ښځو د لاسي صنايعو لپاره به نړيوال بازار پيدا کړو.”
ښاغلي ويسا دغه رنګه پر ښځو ږغ وکړ چي په سياست کي پراخه ونډه واخلي، تر څو د نارينه وو غوندي يې په ټولنه کي مساويانه حقوقو لرلي وي. کندهار والي، د ټاکنو له رارسېدو سره پر کندهارۍ مېرمنو ږغ وکړ چي رايه استعمال او وړ کانديد وټاکي.
د ښځو چارو رئيسې روقيې اڅکزۍ غونډي ته د ښځو چارو وزيري ډاکټر بانو غضنفر رالېږلى پيغام وړاندي کړ. ډاکټر بانو په خپل پيغام کي د ښځو ونډه د ټولني په جوړښت کي خورا مهمه وګڼله او دوى ته يې د لابرياليتوب هيله وښوده.
په غونډه کي د کوچنيانو او مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا په ټولنه کي د مېرمنو ونډه اغېزناکه وبلله او ويې ويل، ښځي او نارينه په يوه ټولنه کي مساوي حقوق لري، که ښځه سالم اولاد وروزي، نو يوه سالمه ټولنه به مو لرلې وي. دې دغه رنګه وويل، کندهارۍ مېرمني دي نور له تيارو راووزي، تعليم دي وکړي او په خپلو اولادونو دي هم زده کړه وکړي. په غونډه کي ټولو ګډون کوونکو مېرمنو له افغان حکومت څخه د دوى په وړاندي د شته ستونزو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د يادولو وړ ده چي د کندهار والي له لوري د کندهار د عصري زده کړو له انسټيټيوټ څخه ٣٠٠ ښځينه زده کوونکو ته فراغت ليکونه ورکول سول. دغو ښځينه زده کوونکو ته د دوو کالو په موده کي د ياد انسټيټيوټ له لوري د انټرنيټ، منېجمينټ او انګلېسي په برخو کي زده کړه ورکول سوه.