کور / تازه خبرونه / کندهار:چاودني۳تنو ته مرګ ژوبله واړول

کندهار:چاودني۳تنو ته مرګ ژوبله واړول

دکندهار په سپين بولدک کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله واړول

نن غرمه دولس نيمې بجې د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې يوې چاودنې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول.
دغه چاودنه د وېش بازار په يوې منډۍ کې سوې ده.
د کندهار د پوليسو وياند ضيا دورانى چاودنه د زړو اوسپينو په يوه دوکان کې سوې ده، چې له امله يې يو پلار او زوى وژل سوى او يو بل ټپي سوى دى.
ويل کېږي، چې د دوکان خاوند يو زړه اوسپنه ټکول او چاودنه يې کړې ده.