کور / تازه خبرونه / هلمند:په تیرو ۲۴ساعتو کي ۳۵تنو ته مرګ ژوبله

هلمند:په تیرو ۲۴ساعتو کي ۳۵تنو ته مرګ ژوبله

په هلمند كې د تيرو۲۴ ساعتونوپه لړكې ۳۵ تنه مړه اوټپيان سوي دي

د خپل د رسنیو دفتر په يوې لیږل سوي خبرپاڼي کي ويلي چي،يادي سوې پيښې ددې ولايت اړوند په شمالي ولسواليوكې رامنځ ته سوي چي په ترڅ كې يې د شنبې په ورځ غرمه مهال د نوزاد اوموسى كلا ولسواليوترمنځ په دو سراچه موټرانود ماين چاودنه رامنځ ته سوي چي په پايله كې يې ۷ تنه وژل سوي او۸ نور ټپيان سوي چي په وژل سوو اوټپيانو كې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

سرچینه همدارنګه زیاتوي چی په همدې ورځ د گرشك ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه كي څلورورځني چاڼيزعمليات پاى ته رسيدلي چي ددې عملياتوپه ترڅ كې ۱۳ تنه وسلوال وژل سوي او۳۵۰ كړى ماينونه امنيتي ځواكونوكشف اوشنډ كړي دي.

بل پلوپه همدې ورځ په كجكي ولسوالۍ د يوبريښنايي شركت دوه تنه كاركوونكي چي جومات ته د لمانځه د اداينې په موخه روان وو د ځمكني ماين په چاودنه كې په شهادت رسيدلي اوپه همدې مهال د سيمه ايزو پوليسو پر امنيتي پوسته د وسله والو په بريد كې يوسيمه ايزپوليس اودوه وسلوال وژل سوي دي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.