کور / تازه خبرونه / د انتخاباتي کمېسيون کمېشنرانو په کار پيل وکړ

د انتخاباتي کمېسيون کمېشنرانو په کار پيل وکړ

په کندهار کي د انتخاباتي شکاياتو د کمېسيون کمېشنرانو په دنده پيل وکړ
نن د کندهار ولايت د انتخاباتي شکاياتو کمېسيون درې تنو کمېشنرانو رسماً په خپل کار پيل وکړ. دوى له کندهار والي سره د ليدني پر مهال وويل، د کانديدانو په اړه ورته رسېدلي شکايتونه څېړي او پر دې سربېره دنده ورکول سوې، تر څو ولايتي شورا ته د ټولو نوماندانو تحصيلي اسناد په دقيقه توګه وڅېړي.
دوى وويل، که هر څوک د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه شکايت لري، کولاى سي چي تر دوى پوري يې ورورسوي او د شکاياتو خپلواک کمېسيون يې اسناد د وروستي تصميم لپاره مرکز ته ولېږي، تر څو راتلونکي انتخابات شفاف او د خلکو له لوري ټاکل سوي وکيلان له هر ډول جرمه خالي وي.
کندهار والي د دوى د ياد ګام ستاينه وکړه او ويې ويل، د قانون په چوکاټ کي به له دوى سره هر اړخيزي مرستي وکړي.