کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ښار او اولسواليو حدود ټاکل کېږي

په کندهار کي د ښار او اولسواليو حدود ټاکل کېږي

په کندهار ولايت مقام کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ د شرعي قبالو د ستونزو په اړه غونډه جوړه سوه.
په غونډه کي د کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا تر څنګ د ښاري محکمې رئيس قاضي عبدالحليم مسلم، د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر او د مځکوالۍ چارو خپلواکي ادارې آمر نورالله نوري ګډون کړى و.

په غوڼده کي د ښاري محکمې رئيس قاضي مسلم وويل، ځينې وختونه د هغو دوراني فورمو معلومات، چي ښارولۍ او نورو دولتي ادارو ته لېږل کېږي، نيمګړي وي او پوره توضيحات نه لري، د ځينو جايدادونو د مځکو بيه کښته وي، ځيني بيا داسې قبالې جوړي سوي وي چي اصلاً د نورو مځکو وي. مسلم وويل، د هرې ساحې قباله بايد په خپل ځاى کي اجرا سي. ده وويل، کله چي دوى ته ځيني معلوماتونه راځي په هغه کي د ښار او لسواليو سرحد معلوم نه وي او د هري مځکي حدود اربعه بايد پوره معلوم وي.
کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وويل، دا عمومي ستونزي دي، دوى د همدې ستونزي د حل لپاره ٨٠ زره کورونه GPS کړي دي او تر ډېره حده يې د يادو ستونزو مخه نيولې ده. ښاروال وويل، د هغو مځکو قيمتونه، چي نوي اخيستل کېږي، بايد د هيئت په حضور کي واخيستل سي او د جايدادونو او مځکو د ټيټو بيو په اړه به يوه ځانګړې لايحه جوړه کړي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، د مځکو وېش بايد په پوره دقت ترسره سي. والي وويل، ځيني وختونه داسې پېښ سوي چي قباله د يوه ځاى، مګر جوړه سوې د بلي مځکي لپاره وي. والي ټينګار وکړ، چي د دغو ستونزو دې په کلکه مخنيوى وسي.
د مځکوالۍ چارو خپلواکې ادارې آمر نورالله نوري وويل، اوس تر ډېره حده پوري ستونزي حل سوي دي او کادستر آمريت د ځمکو د خپلواکي ادارې تر پوښښ لاندي راغلى چي په دې سره دوى کولاى سي، د ښار په هره ساحه کي د مځکو حدود وټاکي.
د غونډي په وروستيو کي پرېکړه وسوه چي د مځکو د وېش پر مهال به ټاکلى هيئت ساحه له نژدې ګوري. دغه راز پرېکړه وسوه چي ښاروالۍ دي ژر تر ژره د ښار او ولسواليو تر منځ حدود وټاکي او د ښاروالۍ په معلوماتو کي بايد، چي محکمې ته يې ورکوي، د سيمو کروکي نقشه موجوده وي.