کور / تازه خبرونه / د کندهار سرحدونه خوندي سوي

د کندهار سرحدونه خوندي سوي

په کندهار کې وسله وال په سرحد کې د عامو خلکو په منځ کي ځي راځي
د کندهار امنيه قوماندان او د دريم سرحدي زون درستيزوال وايي، چي د ډيورنډ پر کرښه يې د ځواکونو په پياوړتيا سره د مخالفينو مخه نيولې، خو دوى اوس د ملکي خلکو په ليکو کې د ناامنيو لپاره راځي.
هغه زياته کړه، چي دغه کار ددې لامل سوي، چي پر ملکي وګړو تلاښۍ سختي سي.
په دې وروستيو کې د کندهار امنيت د توقع خلاف ښه سوى دئ او د چهارشنبې په ورځ ددغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په تر ټولو ناامنۍ سيمې بند تيمور کې افغان سيمه ايز پوليس ځاى پر ځاى سول.
دغه سيمه د بهرنيو ځواکونو په سختو عملياتو کی هم د مخالفينو له شتون څخه پاکه نه سوه، ځکه يادي سيمي د پنجوايي، ژړۍ او د هلمند د ځينو ولسواليو سره سرحد درلود او نه يوازي پکښي مخالفينو خپل مهم پټنځاى او د وسلو زېرمه ګڼل، بلکي د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو لپاره يو امن ځاى وو.
خو د کندهار امنيه قوماندان او د دريم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق وايي، چي مخالفينو يو ځل بيا هڅې پيل کړي، چي سيمه ناامنه کړي.
هغه زياته کړه، چي دوى اوس د کډوالو او نورو هغه افغانانو په ليکو ګډېږي، چي د خپلې اړتياوو د پوره کولو او يا ناروغانو د درملنې لپاره د کرښې ها غاړي ته ځي.
د کندهار امنيه قوماندان او د سرحدي پوليسو درستيزوال لوى پاسوال عبدالرازق وايي، چي دغه کړنه ددې لامل سوې، چي اصلي کسانو او غير مخالفينو کسانو ته ستونزې جوړې کړې.
هغه زياته کړه، چي د کندهار پنځه سرحدي ولسوالۍ د ډيورنډ کرښې سره پرتې دي، خو سپين بولدک د وېش او چمن تر منځ سوداګري تر څنګ هره ورځ تر ١٥ زره پورې کسان، چي زيات يې افغانان دي تګ راتګ کوي او وسله وال مخالفين يې په ليکو ګډېږي.
قوماندان وويل، چي ځينې وسله وال مخالفين پيژندل شوي څېرې وي او دوى يې په اړه معلومات لري، خو دغه کسان په پاکستان کې په مدرسو کې د افغان دولت پر ضد ناخبره ځوانان روزي او بيا يې افغانستان ته رالېږي.
دده په وينا، چي مخالفينو د پاکستان په قوت غواړي، چي دلته د جګړې لمن توده وساتي او په خاص ډول راتلونکي ولسمشريزي او ولايتي شورا ټاکنې ګډووډې کړي، خو افغان ځواکونه ددې وړتيا لري، چي د هغوئ مخه ونيسي.
د يادونې وړده، چي په دې وروستيو کې د کندهار امنيت د تېر په پرتله ښه سوى او امنيتي چارواکي يې لامل د ملکي خلکو همکاري بولي.