کور / تازه خبرونه / په کندهار کي لا هم سل ښوونځۍ تړلي دي

په کندهار کي لا هم سل ښوونځۍ تړلي دي

دکندهار د پوهني ریاست مسئولین وايې ددې ولایت په ولسوالیو کي د امنیت تر ټینګښت وروسته ډېری کسان په خپلو سیمو کي ښونځۍ غواړي.
دوي وايې، د ولسي مشرانو د غوښتنی او مرستي په لړ کي يې له تړلو ښوونځیو څخه څلورنوي ښوونځي تر اته کلن ځنډ وروسته پرانیستې دي.چي دوې په ژړۍ او دوې په دامان ولسواليو کي دي.
د سیمي خلګ وايې پرانیستي ښوونځۍ ودانۍ نه لري،او غوښتنه کوي،چي د ښوونڅيو لپاره دي لازمي اسانتیاوي برابر کړل سي
د پوهني ریاست د مسلکي او تخنیکي زده کړو امر عبدالقادر پیستون هم مني چي ډېری ښوونځۍ ودانۍ نه لري خو ژمنه يې وکړه ،چي په راتلوونکي ۹۳ لمریز کال کي به ټولي ستونزي حل کړي.
باید وویل سی چي کندهار ولایت په خپل تشکیل کي ۴۷۰تعلیمي مرکزونه لري چي تر دې مهاله يې تر سلو زیاتي لاهم د بیلابیلو لاملونو له امله تړلي دي.