کور / شعر / دویرغږ

دویرغږ

ماښام تياره لا خوره شوي نه وه
نا هيده کور کې اوده شوي نه وه
دغم سيلۍ زموږ پر کلي راغله
تر اوسه داسي پيښه شوي نه وه


غږ شو دوير چې شهيدان يې راوړل
په تن ټوکر ټوکر ځوانان يې راوړل
اوس به دچا اوښکي تميږي څنګه
چې يو قطار څو تابوتان يې راوړل


په وينو ليت يې بيا وکورته راوړ
په تن سور يي ګرانې مورته راوړ
دبورئ مور زړه يې ټپي ټپي شو
دزړګي سرچې يې وگورته راوړ



پلار يې ژړا او فريادونه کول
دزوي په مرګ يې ماته مونه کول
ددوست او يار زړه يې زخمي زخمي شو
ددوست په مرګ يې ارمانونه  کول


کونډه يې پاته شوه سرتوره شوله
خور يې ژړا کړه چې بې وروره شوله
دورور يې مټه شوه اوږو کې غوڅه
مټه يې وه هميش بي زوره شوله


چې وژل کيږئ هر يوه ځوان ته ګوره
ته دافغان سخت امتحان ته ګوره
دغم څپيړه يې پرمخ وخوړه
په وير يې پاته خاندان ته ګوره