کور / خبرتیا او پيغامونه / د اجمل اند ځانګړې ویبپاڼه پرلیکه شوه.

د اجمل اند ځانګړې ویبپاڼه پرلیکه شوه.

د پښتو ژبې د خوږ ژبي شاعر او ځوان ژورنالست اجمل اند ځانګړې ویبپاڼه پرلیکه شوه.


 پدی ویبپاڼه کې د ښاغلي اند شعرونه ، لیکنې او یادښتونه ور غونډ شوي او دا ډول د ښاغلي اند ژباړې هم پکې ځای په ځای شوي دي.


دا هم د اجمل اند د ویبپاڼې ادرس: www.ajmalaand.com


تبصره نسته

  1. د پښتو ژبې د خوږ ژبي شاعر او ځوان ژورنالست اجمل اندته دده د ښکلي ويبپاڼي د پرانستلوله امله د زړه له کومي مبارکي وايم، هيله ده چي همداسي تاند لا مخکي پسي لاړ شي !

  2. ښاغلي اجمل اند ته دښکلې ویبپاڼې د پرانیستلږ په هکله مبارکي وایم او ورته بریالیتوب غواړم.

  3. محترم ورور اجمل آند صاحب سلامونه او نیکي هیلې مو و منی
    ستاسو بریښناپاڼه ډېره ښکلې او ستاسو په ښکلو لیکنو ډکه ده چې د مینه والو تنده ماتوي. زه پخپله تاسو ته د دې لویې بریا مبارکي وایم او په دې لاره کې ستاسو د نورو بریالیتوبونو هیله من یم. ستاسو ژوندلیک مې و لوست او ستاسو د زده کړې بهیر مې هم ژر ژر له خپل ځیر څخه تیر کړ، الله پاک دې د ستونزو اجر درکړي خو یو وړاندیز لرم چې که چیرې امکان وي نو لطفا په پراګ کې د خپلو کاري بوختیاوو تر څنګ خپلې زده کړې هم بشپړې کړی.
    مینه او مننه
    ګل آغا احمدي وردګ

  4. محترم ورور اجمل اند ته د نوي بريښنا پاڼي د پرانستلو مبارکي وايم او په اينده کي د لوي خداي (ج) څخه ورته کاميابي غواړم