کور / شعر / غزل

غزل

سوځم كبابېږم د هجران په اور كې اوسمه
بيا هم سلامت يم كه ژوندى په ګور كې اوسمه
ډېره خاموشي شي چې مي زړه ستا په نوم وغورځي
څومره شم يوازي كه څه هم په شور كې اوسمه
مه پټوه سترګي راته خلاصي دروازې كړه ته
زه له ډېره عمره ستا د زړه په كور كې اوسمه
وګرزه ښايست كه دي هرچېري په نظر راغلو
زه به هم هلته د يوچا څنګلور كې اوسمه
ستا مغل ښايست له ازادۍ راګرزولى يم
ځكه خوشحال رنګه په دې رتهنبوركې اوسمه
ژاړي مځكه واي زما سينه چا وچه كړېده
زه دلته د كوم ظالم يزيد په زور كې اوسمه
زه يو تبسم به د چاچا د زړه سكون شمه
زه د چا سكون د چا د سترګو تور كې اوسمه