کور / راپور / د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ددوه ۳۰مې اونيزه غونډې رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ددوه ۳۰مې اونيزه غونډې رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيردوه دیرشمه اوونیزه غونډه د روان زيږديز کال د جنوري د مياشتې په اولسمه نيټه د ګڼو خويندو په ګډون د استقلال ليسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې جوړه شوه .

دغونډې ریسه آغلې حمیراکاوون  او میلمنه آغلې تورپیکۍ مومند وه.

دغونډې په پیل کې ښاغلي علم ګل سحر د ادبیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

غونډۀ چې د طوبا ندا له خوا چلول کيده په سر کې دتيرې اونۍ ريپوټ چې  ماريا صديقي ليکلی  ؤ د بريښنا ساپي له خوا ولوستل شو د ريپوټ په اړه د نورو خويندو د نظرونو تر څنګ طوبا ندا وويل چې په ريپوټ کې د نقد برخه زښته ډيره راخيستل شوې وه خو د غونډې نورو برخه والو وویل چې د کره کتنې برخه بايد همداسي راواخيستل شي اود کره کتنې برخه بايد په جزئياتو سره وليکل شي حميرا کاوون ددغوخبروپه پخلي سره وويل ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ خو ځينې املايې نيمګړتیاوې يې درلودې اوږۍ امیل هم وويل چې د نقد په برخه کې زما شعر سم نه ؤ ليکل شوی ؤ خاطرې د خبرو مزۍ وغځاوه او وې ويل چې په ټوليزه توګه ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ ورپسې د بهير په کاري برخې خبرې وشوې لکه څرنګه چې په تيره اوونۍ کې طوبا ته دنده ورکول شوې وه چې د میرمن بهیرويب سايټ  څانګي  وګوري چې چا څومره کار کړی او څومره توکي يې پاڼې ته ليږلي طوبا هم له ژمنې سره سم  وويل دپاڼې ټر ټولو بډایه برخه د شعرونو برخه ده چې خاطره اسحاقزۍ يې مسئوليت لري چې د ميرمن بهير د غړو له خوا وستايل شوه او هغی ته يې د لا بريا هيله وکړه د اوسنيو او پخوانيو شاعرانو برخه چې لينا شريفي يې دنده پر غاړه لري تښه ده د لنډو کيسو څانګه چې طوباساپی يې په خپله مسئوليت پر غاړه لري برابره ده خو کار ته اړتیا لري د مخکښو څيرو څانګه تښه ده ځکه چې دا څانګه نوې جوړه شوې او کوم مسئول کس هم ندی ورته ټإکل شوی د ږغونو برخه نسبت نورو برخو ته  او د الهام صيب د هڅو  له مخې ښه ده د بهير د فعاليتونو برخه چې راضيه نعيمې يې مسئوليت پر غاړه لري که څۀ هم اغلې نعيمې هيڅ کار ندی ورته کړی خو بيا هم بډايه ده ځکه بهير ته ورکړل شوي ټول توکي هماغه برخې ته ځي د اغلې ساهرې شريف برخه چې  فلکلوريکه برخه ده هغه هم د ځينو نو رو برخو په څير تښه ده د طنزونونو او مرکو څانګه چې دل افروز څيرک يې مسئوليت اخيستی يوازې څو طنزونه او مرکې پکې پرتې دي ماريا صديقي چې د ادبي ټوټو برخې مسئوله ده هيڅ کار يې ندی کړی د خبرتیاوو برخه چې راحله نوري يې پر مخ بيايې  هم تښه ده د مرکو برخه چې نوې جوړه شوې تر اوسه کوم مسئول کس ندی ورته ټإکل شوی او په پای کې طوبا يو ځل بيا د بهير له خويندو څخه وغوښتل چې تر خپل توان او وس پوري د پاڼې د بډايني لپاره کار وکړي راحلې وویل چې د پاڼې د پياوړې کيدو په خاطر بايد يو يا دوه کسه وټاکل شي څو هغه ليکني چې په لاس ليکل شوي  وي کمپيوټرايز يې کړي دبيلګې په توکه يو کس ليکنې لري خو په لاس ليکل شوي وي او هغه کمپيوټر ته لاسرسی نلري نو هغه به څنګه خپله ليکنه پاڼې ته پورته کړي د بروشور په اړه طوبا وويل چې بروشور ما وليد ښه ؤ خو د انځورونو برخه يې يو څه کمزورې وه چې حميرا کاوون د اغلې ساپۍ ددې خبرې په غبرګون کې وويل  چې په راتلونکو غونډو کې به زه يوه کمره راوړم او د هرې غونډې انځورونه به  اخلم څو وکړای شو له هغه نه په بروشور او د بهير د انځورونو برخې کې ګټه واخلو طوبا د بهير د کاري برخې د نورو خبرو تر څنګ زياته کړه چې يوه اينجو غواړي ميرمن بهير ته پيسې ورکړي او د بهير د غړو په همکارۍ د ښځو د مدني حقوقو په اړه يوه مجله چاپ کړي چې طوبا دا يوه غټه پروژه وبلله  او زياته يې کړه چې دا کار يوه فعاله او بې دندې کس ته اړتيا لري چې د هغوی د ويلو سره سم کار وکړي نو تاسو کولای شي چې ددې مجلې مسئوليت پر غاړه واخلی سپوږمۍ وويل د بهير ډيری غړي دي چې دندې نلري نو که هره يوه ليواله وي کولای شي چې مسئوليت يې پر غاړه واخلي ماریا بيا خپل نظر داسي وړاندي کړ ددې پر ځای چې د ميرمن بهير پردۍ مجلې ته کار وکړي ولي خپله بهير په دوو درو مياشتو کې يوه مجله چاپ نکړي حميرا کاوون وويل که چيرې له دې وړانديز شوي پروژې نه تير شو او د بهير د مجلې په اړه فکر وکړو ښه به وي .

ورپسې د يوې لويې غونډې په اړه خبرې وشوې که څه هم دا خبره په تيرو غونډو کې هم ياده شوې وه خو يو ځل بيا رابرسيره شوه وويل شول  که يوه غونډه جوړه کړو او د ميرمن مشاعرې نوم ورکړو  ښه به وي سولې نيازې د ماڼو ګل نوم غوره کړ ، حميرا کاوون په واوري کې د ګلونو نوم واخيست خو ځينو خويندو بيا وويل چې د مارچ د اتمې په وياړ يوه غونډۀ جوړه کړو يو شمير نورو غړو بيا دا خبره ونه منله او وي ويل چې د مارچ اتمه  يوه عمومي ورځ ده ښاغلی محمد سليم سبا او اسماعيل محمدي چې له هرات ولایت څخه د غونډې ميلمانه وو ددې تر څنګ چې د ميرمن بهير د جوړيدو او د بهير په غونډۀ کې د ګډؤن په اړه یې خوشي څرګندوله وي ويل چې مونږ چمتو يو څو د ميرمن بهير څانګه په هرات ولايت کې پرانيزو اسماعيل زياته کړه په هرات کې کسان شته خو هغوی معنوي مرستې ته اړتیا لري دبهیر غړو وپتییله چې بايد د هرات ولايت ښځي پياوړي شي او که له کابله يو يا دوه کسه ورشي او د پرانيستلو په مراسمو کې ګډؤن وکړي ښه به وي.


د غونډې دويمه برخه چې کره کتنې ته ځانګړې شوې وه خاطرې اسحاق زۍ خپله يوه فلکلوريکه طنزیه کيسه وړاندي کړه.

چې کيسه دا وه


روژه


وايې په پخوا کې د يوه  کلي ملا امام مړ شو څو ورځي نه وې تيرې چې جومات ته له بل کلي  نه نوی ملا راغی نوی ملا چې په  دين او اسلام ولاړ کس ؤ نو سهار او ماښام به يې د لمانځه د ادايني وروسته وعظ اونصيت کاوه د لمانځه اوسني  او اخروي ګټو په اړه به ږغيده خو د کلي پر خلکو د ملا دا خبرې چنداني ښې نه لګيدي له يو بل سره به يې سوڼکی ؤ چې له دې ملا څخه خو نور تر بوزې راغلو ورځ مو په جومات کې تيره شي تير ملا خو د لمانځه په اړه دومره ژورې او اوږدې  خبرې نه کولې او د لمانځه پر ادايني به يې هم دومره ټينګار نه کاوه…………………….


ډيره موده نه وه تيره  چې د روژې مبارکه مياشت رانږدي شوه او ملا د خپلو نورو نصيحتونو  تر څنګ د روژې د فرايضو او نيولو په اړه خبرې شروع کړې د کلي خلک چې د ملا د تيرو خبرو لا په تنګ وه  نو د روژې د نامه په اوريدو سره يې حلغه ولويده او ويل يې داسي تاسو اوريدلي چې سړی دي ډوډۍ ونه خوري؟


هغوی سره سلا شول چې دا ټول د نوي ملا کارونه دي غواړي چې دامريکايانو په څير د څو انګريزي لغاتونو په ويلو سره مونږ تر تاثير لاندي راولي بلاخره د کلي  دنايې ډول وږغول شو او د ملا په ګډون ټول خلک د کلي منځ ته راوغوښتل شول هر کلیوال له خپله کوره د  يوم لاستي ،  لرونه ،  ځينو نورو هم ډانګان راخيستي وه ، کله چې ملا پر غونډۍ وخوت د خلکوشور او ځوږ وارخطا کړ له ځان سره يې وويل خدايه خير!

ورپسې يې  په لوړ اواز وويل وروڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته  

څه خبره ده چې دلته سره راټول شوي ياست ؟


راغونډو کسانو په يوه سلا وويل:

تا پسي راغلي يو ولاکه رانه روغ لاړ شي ستا نورې خبرې خومو وزغملې اوس د ډوډۍ د نه خوړلو په اړه  خبرې کوې ؟

ملا وويل :

وروڼو روژه فرض ده

ددې خبرې په ويلو سره ملا د بوش په شاني پر سر د بوټ ګذار وخوړ


ملا د بوټ ګذار ځای پر ځای چپ کړ


شيبه وروسته ملا له خپل عقل نه کار واخيست او په ډير ورين تندي يې وويل وروڼو خير تاسو داسي کار وکړﺉ چې ځوانان يوې خواته او بوډا ګان بلې  خواته کښينی خلکو هم د ملا خبره ومنله


ملا د بوډا ګانو خواته مخ واړاوه وويل :


ملا ويل


تاسو زاړه ياست      

مقديانو ويل هو

ملا

ولاړ پر خواړه ياست   

هو

چې اوبه او خواړه نه وي تاسو مړه ياست

هو


بيا يې مخ د ځوانانو په لور ورواړاوه


تاسو ځوانان ياست  

هو

تازه لکه ګلان ياست

هو

چې اوبه او خواړه نه وي تاسوخزان ياست

هو


ملا وويل ځی وروڼو ما خپلې غاړي خلاصي کړې  تاسو ته روژه روا ده  هسې یې خورﺉ.


طوبا وويل ټاکل شوې وه چې زه د اغلې اسحاق زۍ پر کيسې نقد وليکم خو لکه څرنګه چې خاطرې ويلي وه دا يوه پخوانۍ کيسه ده غواړم هغه راژوندی کړمه نو ځکه په دې کې ما کوم بدلون نشو راوستلای .د کيسې په يوه برخې کې راغلي وه تاسو اوريدلي ده چې څوک دي ډوډۍ نه خوري چې دا خپله د هغه زمان د جهالت ښکارندويې کوي  هغې زياته کړه که څۀ هم هر ولايت ځان ته خپله لهجه لري خو بايد خاطرې خپله لهجه نه واې کارولې لکه هغې ليکلې وه وږغول يا ډانګان چې ږغول بايد غږول ليکل شوي وايې او ډانګان ډانګي

خو په ټوليزه توګه کيسه ښه وه او تلوسه هم پکې موجوده وه راحلې نوري وويل د کیسې نثر ډیر ښه و، تورپيکۍ مومند وويل د کیسې مکالمې هم ښيې وې  خو  په کيسه کې راغلي وه د ډوډۍ د نه خوړلو په اړه چې که دا خبره هم په کليوالۍ لهجه ليکل شوې وايې ښه به ؤ .

محبوب وويل په کيسه کې د بوش خبره ناسمه ده خو د طوبا نقد زما ډير خوښ شو .

حميرا کاوون بيا د کيسې په اړه داسي وويل دا کيسه فلکلوريکه نه وه بلکې دې ته يوه ښکلې طنزيه ټوټه ويلای شو او ملا خپله اداره په ګذاره تبديله کړې وه

دريمه برخه چې د مشاعرې برخه وه راحلې نوري ، اوګۍ ، سولې نيازۍ، برشنا ساپۍ ، سپوږمۍ نوري، لطيفې ، خاطرې اسحاق زۍ ، طوبا ندا ، اديبې اديب ، او حميرا کاوون ، سارا کاوون په خپل وار سره   شعرونه غزلونه لنډۍ او نثرونه ولوستل چې ددغو ليکنو په لوستلو سره  د ميرمن بهير اونيزه غونډۀ هم د مازديګر پر څلورو بجو پايته ورسيده.

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په حاضرو غړو د ( کیسه ډایجست) مجله او د تکړه شاعر جیلاني جلان د شعرونو ټولګه ( د ګلپاڼو اتڼ) وویشل شول چې له شاعر او د پښتو کیسه ډایجست له مسوول مدیر محبوب او د مجلې له مرستیالې پیغلې راحلې نوري څخه مننه وشوه.

د غونډې په وروستيو شيبو کې سوله نيازۍ د پچې له مخې د اونۍ نیکمرغه نجلۍ وټإکل شوه او د کاروان ادبي ټولنې له خوا را استول شوی يو کتاب د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

په دې غونډه کې دغو خویندو ګډون کړی و سپوږمۍ نوري،لطیفه وردګ،ښکلا،وریښمینه سعادت،توبا ندا،آریا حافظ،مینه منګل،نظیفه نیازۍ،خاطره اسحاق زۍ ،مسعوده همدم ،آریانا حقپال، ماریا صدیقي،راحله نوري، اوږۍ امیل ، سوله نیازۍ ،ارزو کرم خیل، تورپیکۍ مومند ، حمیرا کاوون ،پښتیانا .

تبصره نسته

  1. سلامونه او نيکي هيلي تاسو ته وايم ګرانه محترم افغان وروره اميد لرم چي روغ او جوړ به ياست د خپلي درنې کورنۍ سره .زما نوم خالد ستانکزى دى د افغانستان د ننګرهار ولايت د سرخرودولسوالۍ يم اوس مهال د پاکستان په پيښور ښآر کي ژوند کوم غواړم چي ستاسره ځان ايډ ګړم او دوستي در سره وکړم په راتلونکي وخت کي زما ګرانه افغانه وروره ! ډير به درنه خوشحاله سم که مو ځواب را وليږه مننه ستاسو ورور خالد ستانکزى پيښور

  2. خالد ستانکزى – لندن

    مينه زما چنغله وه، زموږ د دواړو پلرونه پخپلو کې ورونه وو زموږ کورونه هم په يو محلت کې وو او موږ له ماشوم والي نه يو بل ته ډې نږدې وو. د مشرانو فيصله دا وه چې زه د ډا:ټرۍ سبق خلاص کړم نو مينه به راته واده کړي. هغې هم په پوهنتون کې سبق وئيلو. زموږ په ژوند کې هېڅ ستونزه نه وه، پر مينې هم څه بنديز نه و. موږ به هره ورځ سحر لکه د دوو ملگرو يو ځاى زما په موټر سيکل پوهنتون ته تللو مينه په ما ډېره گرانه وه ما د هغې هره خبره منله او هغه وه هم داسې چې هره خبره يې بايد منل شوې واى. زما نه يادېږي چې موږ چرې جنگ هم کړى وي. هغه ډېره نازک مزاجه وه. نن د مينې پوهنتون د ژمي د رخصتيو لپاره بندېدو هاغه ورځ د پوهنتون نه دواړه را روان وو هغې زما ملا په دوو گوتو وټکوله (( ما ته د شينکي بابا د زيارت نه بنگړي واخله، بيا خو هسې هم چټيانې دي ))دا زيارت د پوهنتون په لاره د يوې غونډۍ د پاسه جوړ و او د هرې جمعې په ماښام به پکې مېله وه خو دا ځاى زما نه و خوښ ځکه دلته د ښار لوفران او نشيان ورتلل، څو وارې پکې بدې پېښې شوې وې زړه مې نه و چې خپله مينه داسې ځاى ته بوځم زه د زيارت نه همدغسې تېر شوم موټر سيکل مې د يو رسټوران مخې ته ودروو او هغې ته مې ووئيل چې راځه دلته به يو څو شېبې کښېنو چاى بۀ وڅښو خو هغې ځېل شروع کړو زه نه ځمه، ما ته به بنگړي اخلې…. او هم دې زيارت نه به يې راته اخلې زه ورته په قهر شوم.. (( ته ځان ته وگوره او دې فرمايش ته ورشه دومره د بنگړو شوق کوې نو پخپله يې له بازاره واخل. ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته او دې زيارت ته خو به چرې هم ولاړ نشم )) ما خپله خبره ختمه کړه خو چې د مينې مخ ته مې وکتل نو پخپلې وينا پښېمانه شوم د هغې د سترگو خلا ورکه وه او رنگ يې تښتېدلى و.
    ما زر ورته ووئيل (( نه … نه گپ لگوم صبآ به درته بنگړي واخلم راځه چې چاى وڅښو خو هغه پخپل ځاى لکه د بوت ولاړه پاتې شوه ما ورته ووئيل ښه چاى نه څښو کور ته به ولاړ شو هغه بيا هم په ځاى ولاړه وه او رټ رټ يې راته کتل آخر مې ورته منت وکړو چې خلک گوري … هغه په موټر سيکل کېناسته زه د هغې د لاسونو د لمس سره دومره عادت وم چې يو څو شېبې مې انتظار وکړو چې هغه زما د جېکټ په جېبونو کې لاس کېږدي او يا زما ملا ونيسي؛ خو هغې په يو لاس زما د جېکټ يو سر نيولى و داسې چې د لاسونو حرارت يې زما وجود ته نه رسېد.

    خپل محلت ته چې ورسېدو نو ما اخوا دېخوا وکتل هېڅوک نه وو د هغوى د کور په دروازه کې مې د هغې دواړه لاسونه وينول چې لکه د واورې يخ وو ما ترېنه د خپلو خبرو بيا بڅښنه وغوښته او ورته مې ووئيل ته د زيارت بنگړي څه کوې … زه به د زرگر نه درته د سرو زرو بنگړي راوړم هغې خپلې ملالې سترگې راواړولې خو هېڅ يې ونه وئيل او دننه کور ته ولاړه.
    زما د وروستي کال امتحانونه وو ټول پام مې سبق ته و د مينې خفگان مې پدې لرې کړو چې په بله ورځ مې ورته د زيارت نه بڼگړي واخيستل او ور ومې لېږل. زړه مې پدې جو و چې مينه به پخلا شي اخر څه به وکړي دا لېونۍ خو هسې هم زما ده اوس که جنگ وکړي که خفگان. يو څو مياشتې دي هر څه به سم شي.

    يو څو ورځې تېرې شوې نو خبر شو م چې مينه ناروغه ده زه يې ليدو ته ولاړم د ډاکټر په حيث مې ورته وکتل خو چارچاپېره دومره خلک وو چې د زړه خبره مې ورته ونکړى شوه د تره ښځې راته ووئيل يو څو ورځو راهيسې وايي چې په سينه کې مې درد دى.
    يوې خوا ته د مينې ډاکټري معاينات پيل شول بلې خوا ته زما امتحانونه.
    باور مې نه و چې زه به امتحان کې کاميابېږم، خو نتيجه راووتله. ما ښې نمرې اخيستې وې ولې د مينې د معايناتو نتيجه ښه نه وه. زما مشر يو ډاکټر استاد چې د زړه د ناروغيو متخصص و راته ووئيل چې دې څه غم زړه ته اچولى دى روحي علاج به يې پکار وي.
    زما مينه او خفگان؟ … زه خبر وم چې زما وروستۍ خبرې د هغې د خفگان سوب وې. زموږ مشرانو فيصله وکړه چې ژر دې زموږ واده وشي نو مينه به پخپله ښه شي. د واده نېټه وټاکل شوه ما د مور نه اجازه واخيسته او هغه مې د شينکي بابا زيارت ته بوتله. د جمعې شپه وه په زيارت کې ډېره گڼه گوڼه وه لوفران هم ډېر وو خو ما هېڅ نه ليدل په زيارت د دعا نه وروسته مينه مې يوې بنگړي والې مخې ته ودروله پيسې مې ورله ورکړې چې د مينې لاسونو ته ښه ډېر بنگړي وخېژوي.

    بنگړي والې د هغې نرمو نازکو سپينو مړوندون ته بنگړي خېژول. سره، شنه، گلابي؛ خو مينې حيرانه حيرانه خپل لېچو ته کتل.
    زه د هغې سره نژدې په مځکه کېناستم. بنگړي والې چې د خپلو بنگړو شمېره پوره کړه نو موږ دواو ته يې د ښه ژوند دعا وکړه او مبارکي يې راکړه ما د مينې لاس ونيولو چې هغه راپاڅوم ولې هغه د ودرېدو نه وه. زما په لاسونو کې لکه د مړاوي گل ورژېده.
    زه څو ورځې لکه د لېونو گرځېددم د نشې د گوليو اثر چې به خلاص شو نو د ښځو غږ به مې واورېدو هاى هاى غريبه مينه … په زړه کې يې سورى و (( نه نه سرسام شوې وه )) سيوري وو ورباندې څو مياشتې واوړېدې د مور پلار او د تره د منت زارۍ نه وروسته د ژوند شلېدلى مزى مې يو وارې بيا پخپلو لاسونو کې واخست روغتون کې مې کار ولگېد. خو پخپلې ډاکټرۍ مې باور نه و. ما خپله مينه په يوه خبره ووژله.
    (( ما سره د دې معمولي شيانو لپاره وخت نشته )) ما د مينې د معصومې غوښتنې سپکاوى کړى و. ډېر سپکاوى اوس زه د هرې جمعې ماښام د شيشو رنگداره بنگړي اخلم… د مينې قبر له ورځم او هم د دې يوې خبرې بخښنه ترې غواړم. گوره که ومې بخښې.

  3. د ميرمن ادبي بهير له خوا چې کوم د تېرې اونۍ يادښت ليک خپور کړئ، ډېرې املايي او ګرامري ستونزې لري، له يوې خوا يې جملې ډېرې اوږدې او د ادبياتو له مخې سره تړاو نلري، له بله پلوه په جملو کې ډېرې املا يي ستونزې دي، هيله ده وروسته تر دې دغو ستونزو ته پام وشي، ځکه دا ستونزې د خپرونکي چې دلته يو حکمي شخص دی د وړتيا کمزوري ښيې.
    زما په نظر که هر څوک دا راپور يا يادښت ليک ليکي تر خپريدو مخکې دې يو تکړه کس هغه وګوري او غلطيانې دې لري کړي.
    په دنښت
    ښکلا پښتنه