کور / تازه خبرونه / په سوات كې د نجونوپه يو بل ښونځي كې چاودنه سوې

په سوات كې د نجونوپه يو بل ښونځي كې چاودنه سوې

د سوات د مېنګوري ښار ته نژدې د نجونو يو بل ښونځى په بم الوزول سوى دى



د شمالي پښتونخوا د سوات ولسوالى د مېنګوري ښار ته نژدې دقمبر په سيمه كې ناپېژاندو كسانو د نجونوپه يو بل ښونځي كې چاودنه كړې او هغه يې په بشپړه توګه وران كړى دى


د يادونې وړ ده چي په دغه سيمه كې له وړاندي لاد طالبانو له خوا د نجونو پر تعليم بنديز لګول سوى او دا د اسلام پر ضد كار بلل سوى دى 


 تر دې مهاله په سوونه  نارينه او ښځينه ښونځي له منځه وړل سوي او په زرګونه ماشومان د علم له رڼا څخه بې برخي كړل سوي دي