کور / راپور / دروزګان ملي مهالنۍ: یوه دوه کلنه ماشومه وژغورل سوه

دروزګان ملي مهالنۍ: یوه دوه کلنه ماشومه وژغورل سوه

دل بدست اورکه حج اکبراست

ازهزران کعبه يک دل بهتر است

دافغانستان په پلازمېنه کابل ښارکي دروزګان دملي مهالنۍ خپرونې ځايي خبريال خبر راکوی چي :

دروزګان ولايت دترينکوټ دښار دسفيدخار دکلي پخواني اوسېدونکي چي اوس  دډنمارک  هيواد داغوس په ښارکي له خپلې کورنۍ سره اوسېږي څو ورځي وړاندي د((بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ)) ويب پاڼه کي داخبر چي : (( د ارزګان یوه دوه کلنه ماشومه خرڅلاو ته ایښودل شوي)) لوستی وو.

دغه کورنۍ چي ټول غړي ئي اوه کسه دي د کابل ښار دقمبر څلورلاري ته څیرمه دپښتنوکډوالو په هغه پنډ غالي کې اوسېږي .دوي درې مياشتي پخوادروزګان ولايت ددهراود دولسوالی نه پسله هغه چي ددوي په وينا پلاریې دطالبانو لخواپه شهادت رسېدلۍ دلوږی اومجبوريت له مخې کابل ته مخه کړې ، چي ګوندي هلته له نږدې دولتي چارواکي پردوي رحم وکړي اودورپېښو اقتصادي اوحياتي ستونزونه ئي وژغوري  .متاسفانه ددولت لخوادوي ته دمالي اومادي مرستودرسولو ليدلۍ خوب ئي لکه دنوروټولو افغانانو رښتيانشو. مجبورسول دغه پنډغالي ته چي متاسفانه هلته هم يوسلسله نيمګړتياووي اودخيرات پر ځاي دسوداګريو بوي تر پزه کېږي اودکوزي پښتنخواپه دودهر پنډغالي خپل ملکان اوکالخوايان  اوقرارداديان پيداکړي ورسي . دوي تر يوه څيري څيري  خېمه ډوله پېڅول لاندي ، هغه هم دومره زوړسوی چي  نور داستفادې وړندی ژوند کوي .البته دايوازي دوي هم نه دي  ،په سلهاوو نوري کورنۍ هم په همدې ډول زړه بوږنونکي حالت کي چي په ليدوئي دسړي پر سرنينې کيږي ، پدې يخنيوکي دهغو دکورنوبغل ته چي په مستيوکي غرق دي  شپې او ورځي سباکوي . دوي له يخنۍ اولوږې ځيغې وهې اوهغوي له مستۍ اوخوښۍ نه !

ځکه خودوي هم لکه يوزيات شمير کورنۍ مجبوريږي نه يوازي داچي دپور ورکونکي پور ورکړي بلکي دخپلې   دکورنۍ دنوروغړودژوندي ساتلواونجات په خاطر خپل دزړه ټوټه و پلوري  . داسي بېلګې دبشريت په تاريخ کښي ډير کم تر سترګوکېږي خوله بده مرغه  زموږپه سوځېدلې هيواد کي ورځنۍ سوداګري ده.

زموږ خبريال ليکې :

ددې کورنۍ مشر چي دخپلي کورنۍ اوځان  د نامه  له يادولونه ډډه کوي په کابل کښي دخپلو دوستانو اوزموږ دخپرونې دخبريال  په مټ دکابل ښاردقمبر څلورلاري ته څیرمه دپښتنوکډوالو په  پنډغالي کښي دغه کورنۍ پيداکړه . پسله هغه چي پدې پوره باوري سول ، په رشتيا سره همدغه کورنۍ ده . دهغوي لپاره ئې  دروان ميلادي کال  دفبروري پر شپږمه دڅلورمياشتو خوراکي توکي ،دژمي کالي ،بوټونه ،نور اړين شيا ن برابر  اوهمدا ډول ئي ( (  ۶)) زره افغانۍ نغدې پسې  ددغې کورنۍ يوازنۍ مشر چي  پخپله هم ماشوم دي  محمد بصیر جان   ته  دخپلې مور په وړاندي ورکړې  ترڅووکولاي سي له يوې خوا دهغه چاپيسې ورکړي کوم چي دوي  ئي پوروړي  دي اوپه نوروپيسو خپلي ورځنيزي ستونزي  حل کړي  . زموږ دخبريال دخبر له مخې پدې سيمه کښي په سلهاوونوري کورنۍ چي دافغانستان په جنوب غربې سيموکي دکورنيو اوبهرنيوجګړمارولخواپه تنګ سوی اوخپل ټاټوبې پرېښودوته اړشوی دي  دلته اوسېږي .که څه هم داسيمه دښاغلي کرزی  له ارګ اودولتي ماڼۍ نه ليري نده، اوله بلې خوائې  په اصطلاح بهرني خواخوږي اوبشردوستان په ورځ کي هغه دچاخبره سل واره ويني مګر دهيچازړه نه ورباندي خوږېږي اوددغو اړوکورنيوسره څوک اړينه  مرسته نه کوی اونه ئي دکډوالودچارو وزارت  جګپوړوتر غوږو له يخنۍ اولوږي نه دفرياد اواز اوچغې رسېږي .

موږ پدې باور يو چي له دې دولت اودولتي چارواکونه شوړېدلې ده ،اوله بلې خواپه وار وار داخبره تکرارشوې ده چي دوي پدې وطن کي دمسافرو غوندي ژوندکوي ،هر شېبه چي ئې دولتي مقام  دلاسه ورکړ په هغه ورځ دوباره دغرب اوشرق په لور درومي ،ځکه نازولې ئي هلته دي . پدې خاطر دوي يوازي په غولونکو خبروکي ځانونه دملت استازي بولي،خوپه عمل کي دملت پرچيغو اوژړاووخوند اخلي .

موږدروزګان مهالنۍ ملي خپرونې اداره  په بهرکي له ټولو اوسېدونکو افغانانو نه چي دارام اومرفع ژوند خاوندان دي سره لدې چي زيات شمير به ئي په افغانستان کي له خپلو پاته اړوندانوسره مالي مرسته کوي  دبشري احساس ،ملي درد،اواسلامي مسوليت له مخې غوښتنه کوو،دهغو په زرهاوو بېنوا اوغريبوکورنيو سره  چي داڅوکاله دکابل هلمند،کندهار،ننګرهاراونوروښارو دښکلو اوآسمان خراشه بلډنګونواودبهرپلووپه اصطلاح دبيارغونې سمبولونوڅلوروخواوو ته دربدره  ژوند کوي ،اوهره ورځ ديوه ماشوم دپلورلوخبر له کابل اونورځايونه تر بهر پوري رارسېږي ديوه انسان په صفت مرسته وکړی . تر څوددغو هيوادوالوچي په بهرکي بيله وطندارانو اوهغه هم  موږ اوتاسوبل څوک نلري  ژوند اوعزت  نجات ومومي .

پدې برخه کي په اروپاکښي فرهنګی ټولنې تر هرچازيات ددې خيرخواهانه کاردسرته رسېدوپه اړوند مسوليت لري  . فرهنګي کار يوازي پدې نسي خلاصه کېداي  چي لکسې غونډي جوړې شي .په اوس وخت کي ترهر څه زيات بايد دې ټکي ته زياته پاملرنه وسي چي څنګه کولاي سو دغه احتياج  افغانان دمرګ اوناروغۍ له خطره وژغورو.

زه نه غواړم ډير پردې خبره وږغېږم ځکه پدې پوره باورلرم چي هر دانساني احساس خاوند اوهغه چي په رښتياسره ځان افغان او انسان بولې پدې خبردي چي زموږ په هيوادکښي  پر بې شميره کورنيو څه تېرېږي ؟ اودڅومره پېغلو اوپتمنوښځو عزت  دژوندي پاته کېدوپه خاطر پايمالېږي ؟ که دازورونکی حالت ددولتي چارواکو وجدان ته  تکان نه ورکوي راسی موږ اوتاسو لاسونه سره ورکړو اوله دغو هيوادوالوسره په هر ولايت کي چي دلوږي سره لاس په ګريوان دي  مرسته وکړو. اوپخپله دغه مرسته حد اقل خپل وجدان دومره ارام کړوچي که ئې ددولتي ،سياسي ،اقتصادي مافيااوبهرنيو سيالدارانو دسياليوله تورو منګلوڅخه نشو ژغورلاي  دومره خوکولاي سوچي  دخوراکي  توکو،درملواويخنۍ له ظالمانه او وژونکي ستم نه ئې وژغورو. زموږ په باورکه څوک ځان افغان او انسان بولي  دغه حالت دزغملو وړندی اوپه بهرکي ميشت افغانان  فرهنګی ټولنې ،سياسي سازمانونه ،هنرمندان  ،سوداګر ،هټۍ وال  اونور ټول کولاي سي  دغه غيزي ته دپاي ټکي کښېردي .

تبصره نسته

  1. خدای دي د وطن د غريبانو ناره واوري، او خدای دي و مرسته کونکو ته اجر عظيم ور په برخه کړي، خو ژورناليزم او خيريه – ليزم ؟؟؟ ددې بنسټ ايښودونکي څوک کېدلائ سي ؟؟؟ خدای مکړه ((د ژورناليزم او خيريه – ليزم مخلوط)) خو به مرسته کوونکي له مرستي کولو نه بېزاره کوي ؟!