کور / تازه خبرونه / تازه خبر:په وزيرستان كې امريكايي مزائلو ۲۳ تنه ووژل

تازه خبر:په وزيرستان كې امريكايي مزائلو ۲۳ تنه ووژل

 همدا اوس اوس پاكستاني رسنيو خبر وركړي چې  امريكايي بې پيلوټه الوتكې دجنوبي وزيرستان  نصر خيل سيمه په نښه كړه او ۲۳ تنه يي پكي ووژل ،رپوټونه وايې دابريد دبيت الله محسود پر سيمه اودروشان محسود پر كور شوي ،يوې برطانوي  اژانس خبر وركړي چې دبريد په ځاي كې دتېرې يوې اونۍ راهسي ۶۰ تنه ازبك وسله وال  ميشت وو،دبارك اوبا ما دواكمنيدو راهسي دا دپاكستان پر قبائلي سيمو دامريكي دبي پيلوټه الوتكي دريم بريد دي  ، همداراز په ۲۰۰۸ كال كې پردغو سيمو ۳۰ هوايي بريدونه شوي وو چې تر ۲۰۰ تنو كسانو پكي وژل شوي وو.