کور / تازه خبرونه / كندهار: له مخدره موادو سره د مبارزې سيالۍ رواني دي

كندهار: له مخدره موادو سره د مبارزې سيالۍ رواني دي

 


په كندهار كي له نيژدې دوو اونيو راهيسي د فټبال سيالۍ رواني دي، چي د ورزشي چارواكو په وينا موخه يې له مخدره موادو سره د مبارزې دپاره كمپاين دئ.


د كندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازي لر او بر ويبپاڼي ته وويل دغه ټورنمنټ چي د الف ګروپ د لسو ټيمونو ترمنځ روان دئ، نيمه پايلوبو ته يې پامير، كندهار، آراكوزيا او د احمدشاه بابا ليسې لوبډلي وتلي دي.


د ښاغلي نيازي په وينا د را رواني چارشنبې په ورځ به پامير له كندهار سره او د پنجشنبې په ورځ آراكوزيا له احمدشاه بابا ليسې سره پايلوبي ته د وتلو په خاطر خپل بخت وازمويي.