کور / راپور / كوټه : د ليكوال مجلې له اړخه د سيمينار راپور او عكسونه

كوټه : د ليكوال مجلې له اړخه د سيمينار راپور او عكسونه

 

د پښتو ژبي د نومياتې سياسي او ادبي مياستنۍ مجلې ’’ ليكوال’’ د كوټي د څانګي تر څارنه لاندې تېره ورځ ياني د ًًٍùم عيسوي كال د فرورۍ د مياستي پر ٌٍمه نېټه د مورنيو ژبو د نړيوالي ورځي په وياړ يوه ورځنى سيمينار تر سره سو

 

دغه يو ورځنى سيمينار چي ټولي منډي ترنډي يې د ليكوال مجلې د كوټي استازي  نظر محمد بړېڅي ګاللي وې د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د مطبوعاتي مركز دخان شهيد په تالار كي د ماسپښين پر درې بجې په داسي حال كي پيل سو چي د ژوند د هري څانګې سره تړلي پښتانه ،بلوڅ او د هزاره ټولنې خلك په تلار كې ناست و . د سيمينار په جريان كې د مقالو تر څنګ پر ياد سوي سرليك په زړه پور او ارزښتمنې ويناوي هم وسوې

ځوان او تكړه ليكوال پايندخان خروټى چې د وياند چاري ېي پر مخ بوولې دريځ ته رالى او په تالار كې ناستوټولو برخه والو ته يې د ليكوال مجلې كوټي څانګې له خوا ښه راغلى ووايه .او د هغوي په شتون يې د سيمينار ښايست دوه چنده وباله


پايندخان خروټى د غونډي د پرانستلو پر مهال خبري كوي 

له هغه وروسته يې د سيمينار مشري د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستيال مشر ،ليكوال او تاريخ پوه او د پاكستان د ثناغړي سنېټر عبدالرحيم مندوخېل ته وسپارله او هغه ته يې بلنه وركړه تر څو خپله چوكۍ سمبال كړي .بيايې د سيمينار د مشر مېلمه د چوكۍ د سمبالولودپاره د بلوچستان نشنل پارټۍ قائم مقام مشر ډاكټرجهانزېب جمالديني ته خواست وكړ چي دريځ ته راسي او پر خپله چوكۍ كښېني . له هغه وروسته يې شاعر او ليكوال مقدس خان معصوم ته بلنه وركړه چې د كوربه په حېث دريځ ته تشريف يوسي . بيا يې د هزاره ډيموكرېټك پارټۍ مشرعبدالخالق هزاره،د عوامي نشنل پارټۍ ايالتي مشر كمانډرخدائيداد،شاعراو ليكوال ډاكټرعبدالروف رفيقي ،پروفېسرنسيم صديق،عمرګل عسكراو دنشنل پارټۍ مخكښ ډاكټر ياسين بلوڅ   ته يو په بل پسې بلنه وركړه چي هغوي دريځ ته راسي او پر خپلو خپلو ځانګړيو ځايونو كښېني

د سيمينار د رسمي پيل دپاره قاري شمس الله نوراني ته خواست وسو چي هغه دي  سيمينار د لوي څښتن د سپېڅلي كلام په څو مباركو اياتونو پرانيزي


قاري شمس الله نوراني دغونډي په پيل كې تلاوت كوي


د لومړۍ وينا دپاره د ليكوال مجلې د كوټي استازي  نظر محمد بړېڅي ته بلنه وركړل سوه چي ټولو ګډون كونكو ته ښه راغلى ووايي او ورپسې پرانستونكې وينا وكړي



دليكوال مجلې استازى نظر محمد بړېڅى د ويناپر وخت



نوموړي د مورنۍ ژبي پر ارزښت په لنډو ټكو كي رڼا واچوله اوپه سيمينار كي  شريكو خلكو ته تر كوروداني ويلو وروسته يې له هغو كسانو څخه مننه وكړه چاچي د دې سيمينار په جوړولو كي ورڅخه خپله مرسته نه وه سپمولې


بياځوان او تكړه ليكوال ډاكټرلياقت تابان ته بلنه وركړل سوه تر څو خپله مقاله د سيمينار بره والو ته واوروي


 


 


 


 ډاكټرلياقت تابان د مقالې ويلو پر مهال


  د بلوڅي ژبي شاعر،ليكوال او د يوې مجلې مسوول يارمحمدباديني ته بلنه وركړل سوه چې هغه دي په خپله مورنۍ ژبه كې د سرليك په اړه خپله مقاله وړاندي كړي


يارمحمدبادينى خپله مقاله وړاندي كوي


له هغه وروسته د كوټي يوه ځوان شاعر اغاجان همدرد ته وار وركړل سو چا چې د مورنيو ژبو د نړيوالي ورځې په اړوند خپل شعر ناستو خلكو ته وړاندي كړ



اغاجان همدرد د شعر ويلو پر مهال


د كوټي د پوهنتون د انګرېزۍ د څانګې مشر پروفېسر نسيم صديق ته خواست وسو چې خپله ليكلې مقاله دغوڼدي له برخه والو سره شريكه كړي



پروفېسر نسيم صديق په خپل ځانګړي انداز كې دمقالې ويلو پر وخت


د ځوان كهله تكړه ليكوال او څېړونكي ډاكټرعبدالروف رفيقي ته بلنه وركړل سوه چې پر ياده سوې موضوع خپله كښلې مقاله ووايي



ډاكټرعبدالروف رفيقي دخپلې مقالې وړاندي كولو پر وخت



په دريځ كې ناست د اردو ژبي نومياتي كالم ليكونكي عمرګل عسكر ته خواست وسو چې هغه خپله ليكنه د سيمينار ګډون كوونكو ته واوروي



عمرګل عسكرد خپلې ليكنې او وينا پر مهال


ورپسې دنشنل پارټۍ يوه مخكښ ډاكټر ياسين بلوڅ راوغوښتل سو تر څو د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځي په مناسبت خپلي خبري وكړي



دنشنل پارټۍ مخكښ ډاكټر ياسين بلوڅ دوينا پر وخت


دعوامي نشنل پارټۍ ايالتي مشر كمانډر خدائيدادخان ته نوبت وركړل سو چې هغه دي هم د سيمينار د موضوع په اړوند خپله وينا وكړي



دعوامي نشنل پارټۍ ايالتي مشر كمانډر خدائيدادخان د خبرو پر وخت


دهزاره ډيموكرېټك پارټۍ مشر عبدالخالق هزاره ته د سرليك په باب د وينا كولو خواست وسو چاچې په اردو ژبه كې خبري وكړې او د ليكوال مجلې څخه يې د سيمينار پر جوړولو مننه وكړه



 دهزاره ډيموكرېټك پارټۍ مشر عبدالخالق هزاره د وينا پر مهال 


دبلوچستان نشنل پارټۍ قائم مقام مشر ډاكټر جهانزېب جمالديني ته خواست وسو چې خپلي خري وكړي .هغه لومړى پيل په براهوي ژبه وكړ خو بيا يې وروسته په اردو ژبه خپله وينا پر مخ بوتله



دبلوچستان نشنل پارټۍ قائم مقام مشر ډاكټر جهانزېب جمالديني دخيالاتو څرګندونه كوي


په اخر كې د غونډي مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر،ليكوال او تاريخ پوه او د پاكستان د ثناغړي سنېټر عبدالرحيم مندوخېل ته بلنه وركړل سوه چې هغه خپله صدارتي وينا وكړي . هغه اوږدې او تاريخي خبري وكړې او د مورنيو ژبو پر ارزښت يې رڼا واچوله او په پاكستان كې د مېشتو قامونو له ژبو سره روان د دولت چلن يې وارزاوه


   


سنېټر عبدالرحيم مندوخېل د خپلي وينا پر مهال


 



پر دريځ د ناستو مېلمنو عكس


 



د دريځوالو يو بل انځور        


 


 
د غوڼدي د برخه والو يوه ننداره
 



دسيمينار د ګډون كوونكيو بل تصوير





Boriwalkakar@yahoo.com