طالب جنګیالیو د ټولټاکنو د ګډون کارټونه اخیستي

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2009


په سویل لویدیځه حوزه دټولټاکنودخپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې سلګونوطالب وسلوالوپه ټولټاکنوکي دګډون کارټونه اخیستي دي ، دنوم لیکني چارواکي داچاره دنوم لیکني دپروسي دملي والي ثبوت ګڼي اوداسي انګیري چې ګواکي دطالبانوپه لیکوکي ټیټ پوړي کسان راتلونکوټولټاکنوته دمشروعیت په سترګه ګوري.


طالبان چې لاله وړاندي یي په افغانستان کي موجودنظام دبهرنیولاسپوڅی ګڼلی اوپه وړاندي یی جهاداعلان کړی دهغوي یوشمیرپخواني مشران چې دډيروپه باوراوس هم ورسره اړیکي لري په کابل کي ناست دي .
دطالب امارت پخوانی دبهرنیوچاروزیروکیل احمد متوکل، په پاکستان کي دهغوي سفیرعبدالسلام ضعیف اوپه متحدوایالاتوکي دطالبانوپخوانی نارسمي سفیرعبدالحکیم مجاهد هغه کسان دي چې ظاهراغلي دي اودحکومت ترچترلاندی ژوندکوي خوپه فکراونظرکي دطالب جنګیالیوسیاسي رهبران ګڼل کیږی .
دولسي جرګي په تیروټولټاکنوکي مولوی متوکل له کندهارولایت څخه خپل ځان کاندیدکړی وخوچندان رایی یي وانه خیستي اوولسی جرګي ته بریالی نسو، هغه مهال یوشمیرکتونکوتبصره لرل چي ګوندي متوکل په خپله خوښه نه بلکی دکرزي دحکومت اودامریکاله خوا دي کارته اړیستل سوي دي .


په سویلي سیموکي دطالب جنګیالیوله لوري چې عملادحکومت اوبهرنیوځواکونوپرضدپه جګړه بوخت دي دکارټونواخیستلوعادي خلک هیښ کړي،یوشمیرپه دي باوردي چې دادطالبانوله لوري په ښارنوکي دخپل سفرپرمهال دځانونودخلاصون لپاره یوه هڅه ده خویوشمیرنوربیاداسي انګیري چي ګوندي ځیني منځلاري طالبان غواړي سیاسي ډګرته راوړاندي سي .


دټولټاکونودخپلواک کمیسون دچارواکوپه خبره ډیریوطالبانوپه هلمنداوکندهارکي دنوم لیکني کارټونه اخیستي اوداهغه ولایتونودي چې ترټولوډیرپکښي طالب جنګیالي فعال دي.
هلمندهغه ولایت دی چې برتانوي ځواکونوپکښی زیات نظامي اوسیاسي حضورلري ، هغوي چې لاله وړاندي په حکومت کي دطالبانودګډون اوله هغوی سره دسولي پلویان دی ان یوشمیرخویی لادطالب جنګیالیوپه مجهزولوتورنوي.
برتایي دافغانستان دراتلونکوټولټاکنولپاره لس ملیونه ډالره پيسي ورکړي اوداهغه څه دي چې دډیروپه ګمان ښایي دافغانستان په راتلونکي حکومت کي دهغوي خوښه دډیر رول لرونکي واوسي.


په داسي حال کي چې دپاکستان په قبایلي سیموسوات اولال پوره کي حکومت اوپاکستانیوطالبانوتازه روغه جوړه کړي اوپه باجوړکي خوبیخي ځایی طالب مشرمولوی فقیرمحمد یوطرفه جنګ بندیزاعلان کړی ښایي داهم دافغانستان پروضعیت بی تاثیره نوي .
امریکاهم په څنګزڼ ډول لیوالتیاښوولي چې ګوندي په افغانستان کي هم ترټولټاکنووړاندي دطالبانوسره ورته مفاهمه وسي چې دډیروپه ګمان دامریکااشاره ښایي دي ته وي چي غواړي یوشمیرمنځلاري طالبان په راتلونکي حکومت کي دخیل کړي.


په ټولټاکنوکي دیوشمیرطالبانواحتمالي ونډه له دوولاروکیدای سي ، یاښایي طالبان وغواړي دنظامي مبارزي ترڅنګ سیاسي مبارزي ته هم لاس واچوي اوهغه کسان چې په ښکاره له حکومت سره یوځای سوي اوپه پټه دهغوي ستراتیژي پرمخ بیایي پرواک راولي ، اوداهم امکان لري چې دلویدیځ په اراده یوشمیرمنځلاري طالبان په سیاسي ډګرکي راښکیل کړای سي.
په هرحال که یوشمیرطالبان سیاسي مبارزي ته مخه کوي ښایي یوپرمختګ وګڼل سي اوداهیله راوټوکوي چې ګوندي دامنیت په ښه والي کي به رول ولري هغه چې دخلګولپاره اوس ترهرڅه زیات اهمیت لري .

Copyright Larawbar 2007-2024